CRI Online

د يوروګواي ولسمشر يو ځل بيا وويل چې دغه هېواد به ډېر ژر له چين سره د ازادۍ سوداګرۍ تړون لاسليک کړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-25 16:07:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوروګواي ولسمشر تاباري وازکويز چې اوس له ارجنټاين څخه په رسمي ليدنه بوخت دی، د اکتوبر په ۲۴مه نېټه بيا تائيده کړه چې يوروګواي به ډېر ژر له چين سره د ازادۍ سوداګرۍ تړون د لاسليکولو لپاره په خبرو اترو پيل وکړي، تر څو د جنوبي خواوو د ګډ بازار له چوکاټ څخه پرته له چين سره دغه تړون لاسليک کړي.

د معلوماتو له مخې، نوموړي تېره اوونۍ تازه له چين څخه ليدنه وکړه او دواړو هېوادونو پريکړه وکړه چې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړي. اوس چين د يوروګواي لومړی لوی سوداګريز ملګری دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای