CRI Online

چين به د لګښتونو د هڅولو له لارې اقتصاد ته چټکتيا ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-25 16:21:26


د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کميټې مسئول څو ورځې مخکې وويل، چې اوسمهال د چين په اقتصادي پرمختګ کې د اوسيدونکو د مصرف رول لا ځواکمن دی، خو د لوړ کيفيت لرونکو توليداتو او خدمتونو عرضه له تقاضا څخه وروسته پاتې ده چې د لګښتونو چټک زياتوالی يې محدود کړی. نو چين به په راتلونکي کې د لګښتونو په برخو کې د ميکانيزم او پاليسۍ خنډونه ليرې کړي او وهڅوي چې د ټولنې لا نورې پانګې د لګښتونو په کمزورو برخو کې داخلې شي.

په تېر اکتوبر کې د ملي جشن په اوه ورځنۍ رخصتۍ کې د چين د مسافرينو شمېر شپږ سوه مليونه تنه او سيلانيز عايدات پنځه سوه مليارډه يوانه وو. د چين د سيلانۍ ادارې د پلانونو او ماليې څانګې مشر پنګ ده چنګ وويل، چې د سيلانۍ پرمختګ د اقتصادي شکل پر بشپړوالي او د عرضې پر اصلاحاتو تکيه کوي.

(( د چين په اوسنۍ اقتصادي مرحله کې د منځني عايداتو لرونکو کسانو پيمانه لويه ده. سيلانۍ ته د خلکو د پورته شويو اړتياوو له امله د عرضې د اصلاحاتو په رڼا کې زياتې پانګې په سيلانۍ کې اچول شوې دي، دغه راز سيلانيز لګښتونه ډېر زيات شوي دي. ))

په دې وروستيو کلونو کې د سيلانۍ په شمول برخو کې د اوسېدونکو لګښتونه د چين د اقتصادي پرمختګ مهم خوځنده قوت ګرځېدلی دی.د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې په اقتصادي پرمختګ کې د مصرف خدمتي انډول ٧١٪ ته رسيدلی چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٣.٣ ٪ لوړ شوی دی. څو ورځې مخکې د دولتي شورا په يوه خبري ناسته کې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کميټې مرستيال جنګ جيان لين دې ته اشاره وکړه چې د اوسېدونکو لګښتونه په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي، خو خپل کمزوري ټکي هم لري.

(( د اوسېدونکو لګښتونه د جامع کېدو او لوړ کيفيت په لور بدلون په حال کې دي. په تېره بيا د سيلانۍ، کلتور، سپورټ، روغتيا، ښوونې او روزنې، د زړو کسانو د پالنې په برخو کې د خلکو اړتياوې د چټک زياتوالي په حال کې دي. خو په يادو برخو کې لوړ کيفيت لرونکي توکي او ښه خدمتونه د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولی، نو اړوند لګښتونه له محدوديت سره مخامخ دي. ))

دغه راز په دې وروستيو ورځو کې د چين دولتي شورا د سيلانۍ، کلتور، سپورټ او د زړو کسانو د پالنې په برخو کې د لګښتونو د هڅولو پاليسي خپره کړه او پريکړه يې وکړه چې د سمندري سيلانۍ، ژمنيو لوبو، د زړو کسانو د پالنې او طبي خدمتونو، له بهرنيو هېوادونو سره د ښوونې د همکارۍ په برخو کې به لا ښه توکي او خدمتونه برابر کړي. بر سيره پر دې، چين به د مالونو د حمل و نقل د اړوندو بنسټيزو تاسيساتو ابادي چټکه کړي، څو چې د مشتريانو لپاره د لګښتونو بازاري چاپيريال لا بشپړ کړي.

د اړوند ارګان د اټکل له مخې، تر ٢٠٢٠ کال پورې به په چين کې د اوبو سپورټ، غرينو لوبو او هوايي لوبو په برخو کې د خلکو لګښتونه نهه سوه مليارډو يوانو ته وسيږي. ښاغلي جنګ جيان لين وويل، چې په چين کې د لګښتونو شکل د بشپړېدو په حال کې دی، په نويو برخو کې لګښتونه زياتيږي.

(( په ٢٠١٥ کال کې د چين د لګښتونو انډول شاو خوا ٥٢.٨ ٪ و. دا شمېر د نورو هېوادونو په نسبت په تيره بيا د امريکا، جاپان او اروپا همدغسو پرمختللو هېوادونو په نسبت شل يا دېرش سلنه ټيټ دی چې نړيوال منځنی انډول يې ٧٠ سلنې ته نژدې دی، نو زموږ پټ قوت لوی دی. موږ په راتلونکي کې د لګښتونو د ثابت زياتوالي او د خلکو ژوند د پر له پسې ښه والي په اړه باور لرو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای