د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر د ۲۵مې نېټې په سهار چين، لاوس، مينمار او تايلند د چين د يون نان ولايت په شي شوانګ بان نا سيمه کې په ميکونګ سيند باندې د ۵۱مې ګډې ګزمې د پيل مراسم تر سره کړل. په دغه څلور ورځنۍ ګزمه کې به د يادو څلورو هېوادونو اړوندې څانګې په زرين مثلث سيمه کې ګډه پلټنه، مرکه او د نشه يي توکيو د مخنيوي پلټنې وکړي، تر څو د ميکونګ سيند په اوږه سيمه کې د وسلو، نشه يي توکو او انساني قاچاق مخنيوی وکړي.
د معلوماتو له مخې، سږ کال د يادو څلورو هېوادونو د ګډې ګزمې پنځمه کاليزه ده. په تېرو پنځو کلونو کې د څلورو هېوادونو د اړوندو څانګو تر ګډو کوښښونو لاندې د دې سيمې امنيت ښه ساتل شوی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |