CRI Online

چين به په مداومه توګه په نړيوالو چارو کې د م م له مرکزي رول څخه ملاتړ وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-25 17:04:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې سږ کال په م م کې د چين د قانوني څوکۍ د بيا اعاده کېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی. چين به په مداومه توګه د م م د عمومي منشور د اصولو پر بنسټ له نړيوال نظام او سيستم، په نړيوالو چارو کې د م م له مرکزي رول او د م م له کارونو څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې پنځه څلويښت کالونه مخکې د م م په ۲۶مې عمومي اسامبلې کې ۲۷۵۸مه پريکړه ليک تصويب شو چې له مخې يې په م م کې د چين قانوني څوکۍ بيا اعاده شوه. دا د چين او م م لپاره ډېر ازرښت لري چې د چين او م م ترمنځ د همکاريو نوې پاڼه پرانيستل شوې او د م م عموميت، استازيتوب او صلاحيت پياوړی شوی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای