د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روسيې يوې ويبپاڼې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د تاجکستان د ملي امنيت شورا د سرحدي ځواکونو د مطبوعاتي سکرتر له قوله خبر ورکړ چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونو په همدې ورځ د افغانستان د نشه يي توکيو له قاچاق کوونکو سره يو ځل بيا جګړه وکړه. په همدې ورځ ياد قاچاق کوونکي په ناقانونه توګه تاجکستان ته د ننوتلو په وخت کې د تاجکستان د پوځ لخوا پيدا شول او ورپسې د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه وشوه. که څه هم قاچاق کوونکي بېرته افغانستان ته تښتېدلي دي، خو د تاجکستان پوځ د ۱۵ کيلوګرامو په وزن نشه يي توکي، وسلې او مخابراتي سامانونه نيولي دي.
د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو او د افغانستان د نشه يي توکيو د قاچاق کوونکو ترمنځ ۲۲ ځلې جګړې رامنځته شوې دي چې له امله يې ۱۲ قاچاق کوونکي وژل شوي، ۶ تنه ټپيان شوي او ۱۵ تنه نور نيول شوي دي. د دې ترڅنګ له ۸۰۰ کيلوګرامو نه زيات نشه يي توکي هم نيول شوي دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |