CRI Online

بان کي مون د پاکستان د پوليسو په روزنيز پوهنځي کې د بريد پيښې غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 08:52:51

بان کي مون د پاکستان د پوليسو د روزنې په اکاډمۍ د بريد پيښې غندنه وکړه

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م سرمنشي بان کي مون د اکتوبر په ٢٥مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان د بلوچيستان ايالت په مرکز کويټه کې د پوليسو په روزنيزې اکاډمۍ کې د بريد پيښې غندنه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې بريد ګر ونيسي.

اعلاميه وايي دغه بريد سختې مرګژوبلې اړولې دي. بان کي مون په بريد کې د مړه شويو کسانو کورنيو غړيو او د پاکستان حکومت او خلکو ته خواخوږۍ څرګندوي او هېله يې څرګنده کړه چې ټپيان ژر جوړ شي.

دريو ترهګرو د اکتوبر د ٢٤مه نېټې په شپه کويټه کې د پوليسو پر روزنيزې اکاډمۍ بريد وکړ چې له امله يې ٥٩ تنه مړه او ١١٧ تنه نور ټپيان شول.

تر اوسه هيڅ ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.د پاکستان د سرحدی سيمې د دفاعي پوځ په قول دغه دري بريدګر پاکستانيان دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای