CRI Online

د پاکستان د پوليسو پر اکاډمۍ بريد کې لږ تر لږه يو شپېته تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 11:37:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پاکستان حکومت د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه خبر ور کړ چې د ٢٤مې نيټې په شپه د دې هېواد په جنوب لويديځ د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کويته کې د پوليسو پر مرکز د بريد له امله يو شپېته تنه وژل شوي او يو سل او اتلس تنه نور ټپيان شوي دي.د پاکستان د طالبانو فرعي څانګې لشکر جنګوي او د داعش ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

د دې هېواد د سرحدي پوځ د معلوماتو له مخې پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ٢٤مې نيټې د شپې په يوولسو بجو او پنځو دقيقو درې تنه ترهګران چې بمونه تړلي واسکټونه يې اغوستی وو او ماشيندارې او بمونه ور سره وو ،يادې اکاډمۍ ته داخل شول او تر هغه وروسته د دې اکاډمۍ د ډوډۍ خوړلو تالار ترخپل کنترول لاندې راوستلو چې له امله يې پکې شاوخو دوه سوه تنه پوليس د تالار په خوړنځای کې بند شول.پاکستاني امنيت ساتونکو دغه د ډوډۍ خوړلو تلار کلابند کړ او تر څلورو ساعتونو جګړې وروسته درې تنه بريدګر ووژل شول.

د خبر له مخې په همدې وخت کې په دې اکاډمۍ کې شاوخوا اووه سوه پوليس شتون درلود چې رونيزه دنده يې تر سره کوله.رضوان چې لږ څه ټپي شوی،په روغتون کې وويل (اواز...........) د استراحت پرمهال مو په ناڅاپي توګه د ډزو اوازونه واورسيدل ،سمدلاسه تر کټ لاندې پټ شوو،خو ترهګران زموږ کوټې ته راننوتل او ډزې يې وکړې چې له امله ځيني کسان ووژل شول.په اخر کې يو ځانمرګي بريد هم وشو.د زنګ په وهلو سره مو له پوځ څخه د مرستې غوښتنه وکړه او بيا د دوي تر مرستو لاندې وژغورل شول،خو له بدمرغه چې ځينی کسان مو وژل شوي دي.

د بلوچستان ايالت دکورنيو چارو وزير سرفراز بوکتي وويل چې وژل شوي کسان چې وسلې يې نه وې ور سره ، په همدي وخت د استراحت په حال کې وو او يايې په ګرځنده تليفون لوبې کولې چې له ناڅاپي بريد سره مخامخ شول چې له امله يې يو شپېته تنه پوليس وژل شوي او يو سل اتلس تنه نور ټپيان شوي چې د زياتره ټپيانو حالت يې سخت نه دی.بوکتي له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د دې اکاډمۍ امنيت ساتونکو هېڅ تېروتنه ونه کړه. (اواز..........) د دې بريد پر مهال پيره دار ډېر زړه ورتوب دنده تر سره کړې او د ده تر قربانۍ وروسته ترهګران ښوونځي ته داخل شول.زما په اند هېڅ امنيتي تېروتنې مو ونه کړې،خو مونږ به لاهم په جدي توګه د دې پېښې پلټنه وکړو او بريد طرح کوونکو ته به سخته سزا ور کړو.

د دې ايالت د سرحدي پوځ مسئول شيرافګان د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د دې پېښې په اړه د پلټنې نوې نتيجه خپره کړه. هغه وويل (اواز........) د ويډيويې ريکارډ تر کتلو وروسته مو هغه معلومات تر لاسه کړل چې درې تنه ترهګران چې ځانمرګي بمونه تړلي واسکټ يې اغوښتی ،په افغانستان کې د خپلو مشرانو په حکم دغه بريد کړی.

هغه زياته کړه چې ياد ترهګران د پاکستاني طالبانو له فرعي څانګې سره تړاو درلود.

د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه پاکستاني طالبانو د برېښناليکونو په ليږلو سره د دې بريد پړه پر غاړه واخيسته او ويې ويل چې دغه بريد په کراچۍ کې د پاکستاني طالبانو د فرعي څانګې مشر ملا داود منصور په مشرۍ شوی چې موخه يې د دې هېواد په ختيځ د پنجاب ايالت په زندان کې د وژل شويو طالبانو لپاره له پاکستاني حکومت څخه د انتقام اخستنه ده.دغې څانګې وويل چې څلورو وسله والو په دې بريد کې ګډون درلود. په همدې ورځ د داعش ډلې هم د دې بريد پړه پر غاړه واخيستله او د دريو وسله والو بريدګرو عکسونه يې خپاره کړل.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای