CRI Online

د پاکستان د پوليسو پر روزنيزې اکاډمۍ بريد ٦١ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 16:50:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان پوليسو تازه خبر ورکړ چې د اکتوبر د ٢٤مې نېټې په شپه کويټه کې د پوليسو پر روزنيزې اکاډمۍ بريد د زده کوونکو او امنيتي ساتونکو په شمول ٦١ تنه وژلي او څه دپاسه سل تنه يې ټپيان کړي دي. دا ثبت شوی چې په بريد کې دري بريدګر ټول ووژل شول.

د پيښې شواهد ښيي چې بريدګرو په ليليه کې پر زده کوونکو ډزې کړې. د رسمی اټکل له مخې امکان شته چې د مړينې شمېر زيات شي.

د بي بي سي د خبرله مخې: اوس داعش او د پاکستان د طالبانو د لښکر جنګوي د دغې پيښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای