د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، هغه (( افغان مېرمن )) چې ښايسته شنې سترګې لري او په ١٩٨٥ کال کې يې د نشينل جغرافيک په نامه د امريکايي مغازې په سرپاڼه کې د هغې انځور د خپرېدو له امله په نړۍ کې شهرت موندلی و، د اکتوبر په ٢٥مه نېټه د پاکستان په پېښور کې په ناقانونه توګه د پاکستاني هويت کارډ د جوړولو په تور ونيول شوه.
د پاکستان د فيډرالي پلټنو ارګان په قول، يادې افغان مېرمنې يعنې ٤٠ کلنه شربت ګله د جعلي سندونو په وسيله پاکستاني هويت غوښتلی او په پاکستان کې يې څو کاله ژوند کړی دی.
د يادې (( افغان مېرمنې )) انځور د نشينل جغرافيک مغازې له جوړېدو راهيسې ډېره پېژندل شوې سرپاڼه بلل کيږي. عکاس سټيف مکوري د کډوالو د يو کمپ په بهر کې دغه مشهور انځور اخيستی و، دغه انځور پر افغانستان د پخواني شوراوي اتحاد له خوا د تېري په موده کې د افغانانو يو نماينده بلل شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |