CRI Online

په غور کې ٣٦ عام وګړي د وسلوالو له خوا ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-10-26 20:14:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د غور والي محمد ناصر د اکتوبر په ٢٦مه نېټه د دې خپر پخلی وکړ چې د اکتوبر د ٢٥مې نېټې په شپه په دې ولايت کې لږ تر لږه ٣٦ عام وګړي د وسلوالو له خوا په ډزو ووژل شول.

نوموړي وويل، چې د چارشنبې په پخه شپه کې امنيتي پوځونو د غور ولايت د مرکز فيروز په ورڅېرمه کې وسلوال تر شا ووهل او زيات وسلوال يې ووژل يا ټپيان کړل. ورپسې وسلوالو انتقامي ګامونه پورته کړي چې ياد عام وګړي يې تښتولي او وژلي دي. حکومتي ادارې د دې پېښې په اړه پلټنه پيل کړې ده.

تر اوسه هيڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. خو د ځايي چارواکو په اند دا د داعش وسلوالو کړه وړه دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای