د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان اوټلوک ورځپاڼې څو ورځې مخکې د افغانستان د بلخ ولايت د صنعتي او سوداګريزې ټولنې د مشر له قوله خبر ورکړ چې د افغانستان د فارياب ولايت او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنيزې لارې پروژه به ژر بشپړه شي او اړوند مراسم به د ۲۰۱۶ کال د نومبر په مياشت کې تر سره شي. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دغې اوسپنيزې لارې په رڼا کې د لاجورد دهليز له لارې د افغانستان او د منځنۍ اسيا او اروپا د هېوادونو ترمنځ سوداګري پياوړې شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |