CRI Online

د جاپان صدراعظم شينزو ابي د فليپين له ولسمشر روډريګو ډوټيرټ سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2016-10-27 15:54:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اکتوبر شپږويشتمه نېټه له جاپان څخه د فليپين د ولسمشر روډريګو ډوټيرټ د ليدنې له دوهمې ورځې سره برابره وه. ولسمشر ډوټيرټ په همدې ورځ لومړی د جاپان د اقتصادي ډلو په يوه مېلمستيا کې ګډون وکړ او ورپسې يې د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره خبرې اترې وکړې. له دې نه وروسته يې د شينزو ابي تر مشرۍ لاندې په يوه بله مېلمستيا کې ګډون وکړ.

د جاپان صدراعظم شينزو ابي له ولسمشر ډوټيرټ سره له خبرو اترو نه وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبر ورکړ چې جاپان او فليپين د جنوبي سمندر مسئلې په اړه خپل دريځونه تائيد کړي دي. ده وويل، 

موافقه مو وکړه چې نوې سويې ته د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړو. جاپان او فليپين دوه سمندري هېوادونه دي، نو زموږ دواړه هېوادونه به د سمندر امنيت د ساتنې په برخه کې لا ښې همکارۍ وکړي.

جاپانيان په دې نسبت اندېښمن دي چې ولسمشر ډوټيرټ په تېرو څو ورځو کې د امريکا سره د مخالفت په اړه کلکه رويه څرګنده کړې ده. خو له جاپان څخه د ليدنې په ترڅ کې ولسمشر ډوټيرټ د پخوا په شان کلکه رويه څرکنده کړه. هغه د جاپان د اقتصادي ډلو په مېلمستيا کې وويل،

امکان شته چې دوه کاله وروسته په فليپين کې هيڅ بهرني پوځونه شتهون و نه لري. د امريکايانو په سترګو کې زه د يوه سپي په شان يم چې پايې مهار تړل شوی. خو دا اجازه نه ورکوم چې په نړيواله صحنه کې د فليپين د خلکو شرافت او فخر تر پښو لاندې شي.

که څه هم د امريکا پرضد کلکه رويه يې څرګنده کړه، خو هيره نه دي شوي چې د دغې ليدنې موخه څه ده. هغه پخپله وينا کې ژمنه هم دا رنګه وکړه. ده وويل، 

جاپان د فليپين دوديز دوست دی او باوري دوست هم دی. موږ به په مداومه توګه په فليپين کې د جاپاني پانګونو د راجلبولو لپاره لا ښه زمينه برابره کړو.

که څه هم له جاپان څخه د ولسمشر ډوټيرټ ليدنه پای ته نه ده رسېدلې، خو ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. د جاپان حکومت ژمنه کړې ده چې فليپين ته دوه د ګزمې جنګي بيړۍ ورکړي او د سمندر غاړې د دفاعي توان د لوړتيا په هکله څه باندې يو سل او اته پنځوس ميلونه امريکايې ډالره پيسې ورکړي. دغه راز، جاپان به د اساسي تاسيساتو د ابادولو او د کرنې د پرمختګ د پياوړتيا په موخه فليپين ته څه باندې اووه څلوېښت ميلونه امريکايې ډالره پيسې ورکړي.

سږ کال د جاپان او فليپين ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له شپيتمې کاليزې سره برابر دی. خو د جاپان سياستيون او خبري رسنۍ دې ته پاملرنه نه کوي او دوی هڅې وکړې چې فليپين قانع کړي چې له امريکا سره يو ځای چين محدود کړي. ځکه جاپان د سړې جګړې له نظرونو او رويې ډکې دی، نو دوی اندېښنمن دي چې فليپين له چين سره نژدې اړيکې ټينګې کړي او له جاپان او امريکا څخه لېرې واټن وساتي. د جاپان د ان ايچ کې راډيو د مانيلا نمايده ګۍ مشر کېجي هيمينو وويل، 

له عمومي لحاظه، فليپين په دې نظر دی چې جاپان او چين دواړه مهم او ارزښتمن دي. دوی هيله لري چې له دغو دواړو هېوادونو سره برابرې اړيکې ساتي. په دې جمله کې دوه مهم عوامل شته. لومړی، د اقتصاد په برخه کې، فليپين غواړي د جاپان او چين مرستې تر لاسه کړي. په تېره اوونۍ کې فليپين له چين څخه زياتې مرستې تر لاسه کړې دي. نو اوس دوی له چين لا زياتې هيلې او اميدونه لري. دوهم، د امنيت په برخه کې، په تېرو څو کلونو کې فليپين له جاپان سره ښې همکارۍ کړې دي، نو دوی غواړي دغه اړيکې او همکارۍ وساتي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای