د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان امنيتي ادارې د اکتوبر په ٢٧مه نېټه دا خبر تصديق کړی چې د القاعدې سازمان درې جګپوړي مامورين څو ورځې مخکې په کنړ ولايت کې د ناټو پوځ په هوايي بريد کې وژل شوي دي. په دغو دريو مامورينو کې د دواړو نومونه فاروق القاتنی او بلال دي، د بل کس نوم مالوم نه دی.
د امنيتي ادارې په قول، فاروق مخکې په افغانستان کې د القاعدې د فرعي څانګې مشر و، بلال د ده مرستيال و.
د امريکا پنتاګون د اکتوبر په ٢٦مه نېټه خبر ور کړ، امريکايي پوځ په وروستيو کې په کنړ ولايت کې د القاعدې د جګپوړو غړو په موخه يو لړ نظامي عمليات ترسره کړل.
القاعدې تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |