د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر د ٢٧مې نېټې په شپه پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې د هند د ځانګړو چارواکو د لوړپوړې ادارې ډيپلومات سورجيت سينګ وشړي،د ده عمل له اوسنيو نړيوالو اصولو څخه سرغړونه ده،پاکستان دې ته ډېره پاملرنه کوي.
هند د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه څرګنده کړه چې د جاسوسۍ په سبب به يو پاکستاني ډيپلومات وشړي.پاکستان د هند د دغه عمل غندنه کوي چې پر پاکستاني ډيپلومات د هند تور جعلي او بې اساسه دی.
په وروستيو ورځو کې د کشمير مسئلې له امله د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي .د کشمير سيمې د هند او پاکستان تر منځ د کنټرول کرښې په شاوخوا سيمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو له امله مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |