CRI Online

د پاکستان پوليسو په کوېټه کې د ترهګرۍ پر ضد عمليات تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2016-10-28 14:57:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د پاکستان خبري رسنيو د اکتوبر په ٢٨مه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد پوليسو د ٢٧مې نېټې په شپه په کوېټه کې د ترهګرۍ پر ضد يو لړ عمليات تر سره کړل چې له امله يې لږ تر لږه ٤ وسله وال وژل شوي او څو پوليس ټپيان شوي دي.

د دې عملياتو مشخصه موخه نه ده معلومه، د روانې مياشتې د ٢٤مې نېټې په شپه د پاکستان د پوليسو په يو روزنيز انسټيټوټ د وسله والو د بريد له امله ٦١ تنه وژل او په سلګونه تنه نور ټپيان شوي وو.

بر سېره پر دې،د پاکستان پوليسو په همدې ورځ هم د سوات تال په سيمه کې د ترهګرۍ پر ضد عمليات تر سره کړي او ٥ وسله وال يې نيولي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای