CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې په شپږمه غونډه کې د ګوندي سياسي ژوند په هکله نوی مقررات جوړ شول

cri     (GMT+08:00) 2016-10-28 15:51:26

د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې شپږمه غونډه په بېجينګ کې پای ته ورسيده.دا لومړی ځل دی چې د چين د کمونېست ګوند د نوې دورې مشرانو د ګوند ابادۍ لپاره يوه مرکزي غونډه جوړه کړه او پکې د نوي حالت پر وړاندې د ګوندي سياسي ژوند مقررات او د چين د کمونېست ګوند په دننه کې د غړو د څارنې او نظارت مقررات تصويب شول.سربېره پردې په دې غونډه کې غوښتنه شوې چې ټول ګوندي غړي بايد د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ په مرکزي کميټه کې راغونډ شي او په دوامداره توګه دې په جدي توګه ګوندي ادارې ته دوام ور کړي تر څو د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چين ځانګړی سوسياليستي چارې نوي پړاو ته ورسيږي.

د چين د اتلسمې دورې له ملي کانګرس راهيسې د ګوندي کميټې منشي شي جين پينګ څو څو ځله پردې ټينګار کړی چې په جدي توګه د ګوندي سياسي ژوند اداره په هر اړخيزه توګه د ګوندي ادارې بنسټ ګڼل کيږي.په دې غونډه کې د نوي حالت پر وړاندې د ګوندي سياسي ژوند مقررات تصويب شول چې دا تر شپږ دېرشو کلونو وروسته د ګوندي سياسي ژوند په هکله جوړ شوي نوی مقررات دي. د بېجينګ پوهنتون د رښتيني سياست د ابادۍ او څېړنې مرکز مرستيال ځوان ده شيوي وويل (اواز..........) د چين د اتلسمې دورې له ملي کانګرس راهيسې ډېر لوړ پوړي مامورين په فساد ککړ شوي دي او لامل يې دا دی چې ګوندي سياسي ژوند په ناسالمه توګه روان و.که ګوندي سياسي ژوند په سالمه توګه روان وي، نو ډېر لوړ پوړی چارواکي به په فساد نه ککړېدل.

د دې ترڅنګ دغې غونډې پر دې ټينګار وکړ چې د نوي حالت پر وړاندې د ګوندي سياسي ژوند د معياري کېدنې مهم ټکی دا دی چې لوړ پوړي چارواکي په تېره بيا د مرکزي کميټې،د مرکزي سياسي ادارې او د سياسي بيورو د دايمي چارو کميټې غړي بايد خپل سياسي ژوند او پاکۍ ته پاملرنه وکړي.رښتيا ده چې د نوې دورې د مرکزي مشرتوب ډلې د خپلو دندو له پيل څخه د اتو مادو مقرراتو په تصويبولو سره غوښتنه وکړه چې مرکزي سياسي بيورو بايد خپل لارښوونکی رول ولوبوي.دا د چين د اتلسمې دورې له ملي کانګرس راهيسې د ګوندي سبک د ابادۍ مهمې ځانګړتياوې دي چې د مرکزي ګوندي ادارو په مشرۍ ځايي ګوندي ادارې په دې برخه کې خپل ګامونه پورته کوي.د چين د دولتي اداري اکاډمۍ پروفيسر جو لي جيا وويل چې دا د اهميت وړ ده چې مرکزي مشران بايد تر نورو نه مخکې په دې برخه کې خپل ځانونه نمونه وګرځوي.هغه وويل (اواز...........) لوړ پوړی چارواکي په تېره بيا د مرکزي کميټې لوړ پوړی چارواکي د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کليدي برخې دي او لارښوونکی رول يې د ګوندي ، سياسي او ټولنيز سبک سره اړيکې لري. نو ځکه د دغې کليدي برخې اداره د ګوندي سبک د بدلولو، د ګوندي سياسي ژوند د عادي کېدو او د ګوندي غړو د نظارت لپاره ډېر مهم رول لوبوي.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د چين د کمونېست ګوند د ١٩مې دورې ملي کانګرس د ٢٠١٧ کال په دوهمه نيمايي کې په بېجينګ کې تر سره شي او له ګوندي غړو څخه غوښتنه وشوه چې د ګوندي کميټي منشي شي جين پينګ په مشرۍ په مرکزي ګوندي کميټه کې راغونډ شي او په جدي توګه ګوندي ادارې ته دوام ور کړي او په ګډه د ګوند په دننه کې د رښتينولۍ او پاکۍ فضا د ابادې لپاره هڅې وکړي تر څو د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د چين د ځانګړې سوسياليستي چارې نوي پړاو ته ورسيږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای