د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ٢٨ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې پاکستان په همدې ورځ په دې هيواد کې د هند د عالي کميشنر له مرستيال څخه احضار وکړ او هغه ته يی احتجاج وړاندی کړ چې په ٢٧ نېټه د هند پوځ په کشمير سيمه کې د اوربند له تړون څخه سرغړونه کړې ده. په ياده اعلاميه کې هم ويل شوي چې د هند پوځ په ٢٧ نېټه په کشمير سيمه کې د پاکستان خوا ته توپونه ويشتلي دي چې په نتيجه کې يی ٦ تنه عام وګړي وژل او ٢٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
هند په ٢٨ نېټه دا څرګنده کړه چې د پاکستان پوځ په همدې ورځ په کشمير سيمه کې د هند خوا ته توپونه ويشتلي چې په نتيجه کې يی ٢ تنه وژل شوي دي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |