CRI Online

اروپايي ټولنې له کاناډا سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-10-31 16:37:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اکتوبر په ٣٠مه نېټه اروپايي ټولنې له کاناډا سره په بروکسيل کې سرمشريزه غونډه ترسره کړه او په دې غونډه کې يې د دوه اړخيزې ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړ. د دې تړون له مخې به اروپايي ټولنه او کاناډا يو بل ته نږدې ټول ګمرکي ماليات لغوه کړي تر څو لا خلاص بازار جوړ کړي. له دې نه پرته، دواړو خواوو د ستراتيژيکو اړيکو تړون هم لاسليک کړی چې په هراړخيزه توګه يې دواړه خواوې په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

که څه هم د اروپايي ټولنې او کاناډا تر منځ سرمشريزه غونډه يوازې يوه ورځ وه، خو په دې غونډه کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي چې پکې د دواړو خواوو د اقتصاد او سوداګرۍ عمومي تړون ډېر د ليدو وړ دی. د اروپايي ټولنې د کمېټې رئيس جين کلاودي جونکر ور پسې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د اروپايي ټولنې او کاناډا تر منځ اړيکې نوې مرحلې ته رسېدلي او څه دپاسه پنځه سوه مليونه وګړي به ترې ګټې واخلي. دغه تړون زياتو کسانو ته د کار ښه فرصتونه برابروي. هغه وويل:

(( د اروپايي ټولنې او کاناډا تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ دغه عمومي تړون به د کاناډايانو او اروپايانو د پاملرنې وړ ټولو چارو لپاره ګټور وي. د مثال په توګه، د کار ښه زمينه، زموږ روغتيا او خونديتوب، زموږ د کلتور تنوع، زموږ د سمندر، ځمکۍ او هوا کيفيت او داسې نور. د ټولو مالياتو په لغوه کېدو سره به هر کال د اروپا لخوا د صادر شويو توليداتو لګښتونه پنځه سوه مليونه يورو کم شي. ))

د ښاغلي جونکر په وينا، تر اوه کلنۍ خبرو اترو وروسته، اروپايي ټولنې او کاناډا د ٢٠١٤ کال په اګست مياشت کې تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د خوړو او موټرونو په شمول د توليداتو نهه نوي سلنه ماليات لغوه شي او لا نور خلاص بازار به جوړ شي. د اروپايي ټولنې په اند، د دې تړون له امله به د اروپايي ټولنې او کاناډا تر منځ کلنی سوداګريز ارزښت دوولس مليارډه يورو زيات شي او د دواړو خواوو وګړيو ته به د کار او استخدام ډېر زيات فرصتونه برابر شي او د اقتصاد پرمختګ به وهڅول شي. له دې تړون سره مخالفين هم شته او د دوی په نظر، د دې تړون له امله به ښايي د توليداتو معيار ټيټ شي او دغه تړون په عمده توګه د لويو تصديو د ګټو ساتونکی دی. دغو مخالفينو په دې وروستيو کې د بلژيک په پلازمينه برکسيل کې د احتجاج فعاليت ترسره کړ.

جونکر د دې تړون له امله د رامنځته شويو شخړو په اړه وويل، د ازادې سوداګرۍ له امله به نه يوازې څو سوه مليونه کسان له بېوزليتوب او لوږې څخه وژغورل شي، بلکې د انسانانو په منځ کې د پوره شخړې له رامنځته کېدو څخه به هم ډډه وشي. خو ډېر کم کسان په دې اړه باور نه لري. نو له دې مخالفت څخه ښکاري، اوسنی بېړنۍ دنده وګړيو ته د ازادې سوداګرۍ د حقيقي اغېزې په اړه واقعي مالومات وړاندې کول دي.

د کاناډا لومړي وزير جستين تروديو په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د اروپا بازار ته په ننوتلو سره به د کاناډا د تصديو پرمختګ وهڅول شي. ده وويل

(( بازار ته د ننوتلو حق، د اقتصادي پرمختګ لوړ انډول او د کار او استخدام لا نور زيات فرصتونه د کاناډايي وګړيو لپاره ښه خبر دی. کاناډا او اروپايي ټولنه ګډه نظريه لري چې اقتصادي پرمختګ بايد لا منونکی شي. ټول کسان بايد له اقتصادي پرمختګ څخه ګټې واخلي.))

په دې سرمشريزه غونډه کې اروپايي ټولنې له کاناډه سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون هم لاسليک کړ. د دې تړون په چوکاټ کې به دواړه خواوې د ډيپلوماتيکو تګلارو، امنيت او ملي دفاع، انرژۍ او د اقليمي بدلون د مخنيوي او د وګړيو د تګ راتګ په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای