CRI Online

د پاکستان پوځ: هند په کشمير کې څلور تنه عام وګړي وژلي دي

cri     (GMT+08:00) 2016-11-01 09:11:09
د پاکستان پوځ: هند په کشمير کې څلور تنه عام وګړي وژلي دي

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د اکتوبر په ٣١ نېټه د پاکستان د ځواکونو مطبوعاتي رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د هند پوځ په همدې ورځ په کشمير کې د پاکستان پر خوا ډزې وکړې چې په نتيجه کې يی ٤ تنه عام وګړي وژل او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ شخړې تر شپې پوری دوام درلود او پاکستان د هند پر موخه بريد کړی دی.

په دی وروستيو ورځو کې په کشمير کې د پاکستان او هند ترمنځ شخړې شديدې شوې دي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای