CRI Online

د ٢٠١٦ کال لپاره د سوفت وير او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې د سلو سترو چيني تصديو نوملړ خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2016-11-01 16:17:53


د اکتوبر په ٣١مه نېټه، د چين د الکترونيکي او معلوماتي صنعت ټولنې او د چين د سوفت وير ټولنې په ګډه د ٢٠١٦ کال لپاره د سوفت وير او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې د سلو سترو چيني تصديو نوملړ خپور کړ. په ٢٠١٥ کال کې د سوفت وير په چارو کې د يادو سلو تصديو عمومي عايدات اته سوه شپږ شپيته مليارډه يوانه وو چې له دې جملې څخه (( هوا وې )) د يو سلو اته اويا مليارډه شپږ سوه مليونو يوانو په تر لاسه کولو سره په نوملړ کې لومړی مقام نيولی دی.

په ٢٠١٥ کال کې د چين يوولسو تصديو د سوفت وير له چارو څخه له لس مليارډو يوانو نه زيات عايدات تر لاسه کړي دي، دوه ويشتو تصديو له پنځه مليارډو نه زيات عايدات خپل کړي دي. د چين د الکترونيکي او معلوماتي صنعت ټولنې مرستيال جو ځه شوای وويل، د دغې درجه بندۍ د جوړولو په وخت کې د تصديو پيمانه او د ګټو اندازه، د څېړنو او نوښت په برخو کې د تصديدو اثر، تازه صنعتي لارې چارې او ټولنيز مسئوليت په پام کې نيول شوی دی. نوموړي وويل

(( په دې نوملړ کې د پيمانې، ګټو، نوښت او د اعتبار سيستم په شمول شاخصونه شامل دي. د يادو شاخصونو په عمومي حساب او د کارپوهانو له خوا د پلټنې سره سم د سلو سترو تصديو همدغسې نوملړ تاييد شوی دی. ))

نوموړي زياته کړه چې د سلو سترو تصديو نوملړ د حکومت لپاره د صنعتي پرمختګ او د تصديو د معلوماتو د پېژندلو اساس هم دی.

(( په دې نوملړ کې راغلې تصدۍ به د صنايعو او مخابراتو وزارت د سوفت وير څانګې له خوا د تماس د مهمو تصديو په لست کې شامل شي، د حکومت او تصديو ترمنځ د ارتباط له لارې به د اړوندو تګلارو د جوړونې او د صنعتي ادارې ملاتړ وشي. ))

د تېرو څو کلونو راهيسې، چين د معلوماتي کېدو او د سوفت وير د خدمتي صنعت په برخو کې چټک پرمختګ موندلی، د صنعت پيمانه کيفيت او ګټې يې ډېرې لوړې شوې دي. په ٢٠١٣ کال کې د سوفت وير په چارو کې عايدات يو زر درې سوه مليارډه يوانه وو،او دا شمېر په ٢٠١٥ کال کې څلور زرو درې سوه مليارډو يوانو ته رسيدلی چې د زياتوالي کلنۍ منځنۍ اندازه يې اوه ويشت سلنه وه. د معلوماتي کېدو او سوفت وير خدمتي صنعت د چين د اقتصادي شکل د بشپړوالي مهم ملاتړ کوونکی صنعت ګرځېدلی دی. د صنعت پرمختګ د پاليسۍ له ملاتړ څخه نه جلا کېدوونکی دی، د سږ کال د مې په څلورمه نېټه، چين د سوفت وير تصديو د عايداتو د مالياتو امتيازي تګلاره خپره کړه.

د چين د صنايعو او مخابراتو وزارت د معلوماتي کېدو او سوفت وير چارو څانګې مشر شي شاو فنګ وويل، په راتلونکي کې به د دې صنعت د پرمختګ تامينولو لپاره اوه فقره ييز تدبير ونيول شي

(( د چين په خپرې شوې پاليسۍ کې د تامين اوه مادې شاملې دي. د تصديو په وړاندې تضمين، پولي ملاتړ، د مالياتو ملاتړ، د ځمکو او ودانيو په برخه کې له تصديو سره مرستې، د مسلکي کسانو روزنې، نړيوالې همکارۍ او داسې نور. ))

د اکتوبر په ٣٠مه نېټه، د چين د سوفت وير او معلوماتي خدمتونو د ٥مې دورې کلنۍ غونډه د جيان سو ولايت په ژو ګاو ښار کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د معلوماتي کېدو او سوفت وير چارو څانګې چارواکي وانګ شين وويل

(( په نړۍ کې د علمي تکنالوژۍ او صنايعو اصلاحات روان دي. د نوي نسل لپاره مخابراتي تکنالوژي چې مرکز يې سوفت وير دی، د بېلا بېلو صنعايعو ترمنځ يې پيوستون چټک کړی. د سوفت وير په اړه مفکورې د ژوروالي او پرمختګ په بهير کې دي، د سوفت وير تخنيکي چوکاټ، توليدات او تجارتي لارې د لوی بدلون په حال کې دي. د سوفت وير په هکله نوې تکنالوژي، نوي توليدات او نوي خدمتونه د اقتصاد په بېلا بېلو برخو کې داخل شوي، دغه راز د صنعت نوي اصلاحات به هم راورسيږي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای