CRI Online

د پاکستان د بېړيو د ورانولو په يوه فابريکه کې چاودنه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-02 09:56:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د نومبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې په بلوچستان کې د بېړيو د ورانولو په يوه فاربريکه کې چاودنه شوه چې له امله يې لږ تر لږه ١٤ تنه مړه شوي او ٥٩ تنه نور ټپيان دي.

د بلوچستان د يوه چارواکي په قول، ياده پېښه د بلوچستان په هوب سيمه کې د ګداني په نوم د بېړيو د ورانولو فابريکې په يوه کارخانه کې وشوه. چاودنه په داسې حال کې وشوه چې کارکوونکي د يوې متروکې بېړۍ په ورانولو بوخت وو، چې د طبيعي ګازو ټانکي وچاودېدله، د چاودنې له امله اور ولګېد.

له چاودنې وروسته ټپيان په بېړني ډول ځايي روغتون ته وليږدول شول، خو د څو تنو ټپيانو حالت سخت دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړه او د روغتون له ډاکټرانو څخه يې وغوښتل چې تر وسې پورې ټپيان وژغوري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای