CRI Online

د افغانستان امنيتي پوځ د طالبانو يو لوړ پوړی لارښوونکی وواژه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-02 10:05:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کنړ والي وحدالله کليمزي د نومبر په لومړۍ نېټه وويل، چې د طالبانو لوړ پوړی لارښوونکی شير ملنګ په دې ولايت کې د افغان امنيتي پوځ له خوا ووژل شو.

کليمزي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د طالبانو بدنام لارښوونکی ملنګ د اکتوبر د ٣١مې نېټې په سهار د يوې ډلې وسلوالو په مشرۍ اسداباد ته ورڅېرمه کې پر يوې پوستې بريدو وکړ، ورپسې افغان امنيتي پوځ متقابله حمله وکړه او ور ته يې ماتې ورکړه چې د ملنګ په شمول ٤٠ وسلوال يې ووژل، ١٢ تنه يې ټپيان کړل او ٢ تنه يې ونيول.

تر اوسه پورې طالبانو د ياد خبر په اړه هيڅ نه دي ويلي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای