د روانې مياشتې په ١ نېټه په کشمير کې د هند او پاکستان ځواکونو د پولې په شاوخوا شخړې وکړې چې په نتيجه کې يې د ٤ تنو ښځو او ٢ تنو ماشومانو په ګډون ٨ تنه عام وګړي وژل او ٢٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
په تيرو څو اوونيو کې په کشمير کې د دواړو هيوادونو ترمنځ شخړې شديدې شوې دي چې د سرتيريو پرته د عامو وګړو د مرګ ژوبلې سبب هم شوې دي. په دې سيمه کې ١٧٤ مکتبونه هم تړل شوي دي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |