د سين هوا اژانس دخبر له مخې د خوست ولايتي حکومت وياند محمد مبارز ځدراڼ په چهار شنبه وويل چې نامعلومو وسله والو کسانو د سه شنبې په شپه د خوست ولايت د قلندر سيمې پر قاضي غيات الدين لکڼوال بريد وکړ او وژلی يی دی. هغه وويل چې لکڼوال د خوست ولايت له مرکز څخه بيرون وژل شوی دی. دغه وياند هم وايي چې د پېښې اړوندې پلټنې روانې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |