CRI Online

د يوه اقتصادی کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د همکارۍ او پرمختګ ميکانيزم د جوړېدو غونډه په مسکو کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-02 16:28:27
د وريښمو لارې د نړيوالې عمومي سوداګريزې ټولنې په مشرۍ د يوه اقتصادی کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د همکارۍ او پرمختګ ميکانيزم د جوړېدو غونډه د نومبر په ١مه نېټه د روسيې په پلازمينه مسکو کې تر سره شوه. د چين او روسيې د صنعتي او سوداګريزو ټولنو شخصيتونو په يوويشتمه پيړۍ کې د يوه اقتصادي کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د سوداګريزو فرصتونو، د يوه اقتصادی کمربند او يوې لارې او د صنعتي او سوداګريزو ټولنو او د اروپا او اسيا د اقتصادی ټولنې تر منځ د اړيکو او د فرصتونو او ننګونو په هکله بحثونه وکړل.

د وريښمو لارې د نړيوالې عمومي سوداګريزې ټولنې مشر لوی جيان جونګ وويل سوداګريزو ټولنو په لرغونې وريښمو لارې کې مهم رول لوبولی دی. اوس د وريښمو لارې د يوه اقتصادی کمربند او د اروپا او اسيا د اقتصادی ټولنې تر منځ د همکارۍ په حال کې نړيوالې سوداګريزې ټولنې بايد د نوي ميکانيزم د بشپړتيا او د نويو فرصتونو د جوړولو په برخو کې لا مهم رول ولوبوي. (اواز)

د وريښمو لارې د نړيوالې عمومي سوداګريزې ټولنې د جوړولو چارې مو پيل کړې، څرنګه چې موږ غواړو د اړوندو هېوادونو او د وريښمو لارې په اوږدو کې صنعتي او سوداګريزو ټولنو ته ښه فرصتونه برابر کړو او د دغې ټولنې د خدمتونو له لارې له غړيو سره د اوو ډګرونو د جوړولو ميکانيزم جوړ کړو، په نړيواله کچه سرچينې تنظيم کړو او په بېلا بېلو هېوادونو کې د يوه اقتصادی کمربند او يوې لارې په هکله د ستراتيژۍ د عملي کېدو او پرمختګ هڅونه وکړو.

دا ځل د وريښمو لارې نړيوالې عمومي سوداګريزې ټولنې په عمده توګه د روسيې صنعتي او سوداګريزو ټولنو ته همکاريز ميکانيزم معرفي کړ او د وريښمو لارې په نوم د انټرنيټي شبکې د جوړېدو او د وريښمو لارې د غوړېدو د نړيوال صندوق په شمول واقعی همکاريز پلانونه يې ورته واورول. د دغې ټولنې سرمنشي لي جونګ هانګ دا مالومات ورکړل چې دغې ټولنې د نړيوالو سرچينو د تنظيمولو له لارې په انټرنيټ کې د بېلا بېلو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو ټولنو تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ صحنې جوړې کړې دي. (اواز)

د وريښمو لارې په نوم دا انټرنيټي شبکه د نړيوالو همکاريزو پروژو، د پيسو د راکړه ورکړه، د مالوماتو او کولتور د شريکولو لپاره نوې ډګر دی. برسيره پر دې د وريښمو لارې نړيوالې عمومي سوداګريزې ټولنې د وريښمو لارې د غوړېدو نړيوال صندوق جوړ کړ چې ٥بيليارډ امريکايي ډالره به په عمده توګه د وريښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د توليدی انرژۍ او د کولتور او سيلانۍ په شمول د لويو او ښو پروژو په ابادۍ کې واچوي.

د غونډې په موده کې د وريښمو لارې نړيوالې عمومي سوداګريزې ټولنې په جلا جلا توګه د روسيې د صنعتي چارو د خاوندانو د ټولنې او د روسيې د پانګونو، تکناروژۍ او سوداګرۍ له مرکز سره په صنعتي او سوداګريز چارو کې د نړيوالې همکارۍ د ميکانيزم د چوکاټ تړون لاسليک کړ. د روسيې د پانګونو، تکنالوژۍ او سوداګرۍ مرکز مشر پيتر پانوف وويل د وريښمو لارې نړيواله عمومي سوداګريزې ټولنه به د يو غير دولتي سازمان په توګه د فلکلوريکي ديپلوماسۍ يو مهم ځواک وګرځي او د وريښمو لارې په اوږدو کې د صنعتی او سوداګريزو ټولنو د شخصيتونو د راغونډېدو هڅونه به وکړي چې په بېلا بېلو ساحو کې به ورسره همکارۍ وکړي. (اواز) روسيه او چين د وريښمو لارې د يوه اقتصادی کمربند او يوې لارې په اوږدو کې دوه مهم هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو ټولنو تر منځ د همکارۍ ميکانيزم د جوړېدو په اړه ګډې نظريې به د وريښمو لارې په اوږدو کې د نړيوالې همکارۍ د ټينګښت لپاره ګټور وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای