CRI Online

په پاکستان کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ٢١تنه مړه او ٤٥تنه نور ټپيان شول

cri     (GMT+08:00) 2016-11-03 15:07:02

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د نومبر په ٣مه نېټه سهار د پاکستان په کراچۍ کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډيو تر منځ د ټکر په پيښه کې لږ تر لږه ٢١تنه مړه او ٤٥تنه نور ټپيان شول.

د خبر له مخې د پيښې په وخت کې يو اورګاډی په سټيشن کې ولاړ و چې يوه بل اورګاډي ورسيده، ټکر وکړ چې له امله يې د اورګاډې پنځه کابنونه ويجاړ شول.

د کراچي د جناح روغتون وياند وايي دوی ته ٣٢ مړي او ٤٥ ټپيان وروړل شوي دي. څرنګه چې د ځينو ټپيانو د سرونو د ټپ حالت سخت دی، نو امکان شته چې د مړو کسانو شمېر کې زياتوالی راشي.

اوس د ژغورنې کارونه روان دي. د پاکستان صدراعظم نواز شريف په پيښه کې پر مړه شويو کسانو ته خواخوږي څرګنده کړې او له روغتون څخه يې غوښتنه کړې چې تر وسي پورې ټپيان وژغوري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای