CRI Online

په قرغېزستان کې د چين ارګانونو د امنيت ساتنې کچه لوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-03 17:11:58


د سږ کال د اګست په دېرشمه نېټه، په قرغېزستان کې د چين سفارت د موټر بم له بريد سره مخامخ شو چې له امله يې ٣ کارکوونکي سپک ټپي شول او د سفارت ودانۍ زيامنه شوه.

د بريد له رامنځته کېدو وروسته په قرغېزستان کې د چين مهمو تصديو چې ډېر چيني کارکوونکي لري، د امنيت د ساتلو کچه لوړه کړه. د چين د سړکونو او پلونو شرکت په قرغېزستان کې د دوو سوو کيلومترو په اوږدوالي د دې هېواد د جنوب او ختيځ دوهم سړک په جوړولو بوخت دی، په قرغېزستان کې د دې شرکت د عمومي منيجر مرستيال وې شياو هانګ وويل، چې د ياد بريد له پېښېدو وروسته شرکت نه يوازې بيا بيا له کارکوونکو څخه د امنيتي او دفاعي ارادې د لوړولو غوښتنه کړې، بلکې د امنيت د ساتلو په برخو کې يې نور هم تدبيرونه نيولي دي.

(( قرغېزستان د امنيت ساتنې سامانونو ته ډېره پاملرنه کړې ده. له دې پېښې وروسته د پوليسو ادارې د پروژو ځای ته موټرونه او پوليس ليږلي دي، اوس د ټولو پروژو په ځايونو کې ځايي پوليس ميشت دي. له بلې خوا، شا وخوا موانع مو زياتې کړي، څاروونکی سيستم مو ځای پر ځای کړی، ځينې امنيت روزنې او تمرينونه مو تر سره کړي. که چېرې کومه پېښه وشي، څرنګه کولی شو چې ځانونه وباسو او داسې نور. د پروژې شاو خوا ديوال مو لا کلک کړی، په شپه کې کارکوونکو ته بهر ته د تللو اجازه نه کوو، د ټاکلې مودې له مخې په بازار کې شيان اخلو. د بانک له لارې د پيسو تبادله تر سره کوو او د ډېرو نغدو پيسو د معاملو مخه نيسو. ))

د بيشکيک د حرارتي بريښنا فابريکې د بشپړوالي پروژه د چين او قرغېزستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ يوه مهمه او لويه پروژه ده. د چين د ټي بي يي اې تصدۍ د يادې پروژې دنده پر غاړه لري، د دې تصدۍ د نړيوالو پروژو شرکت منيجر شياو جه وويل،

(( د قرغېزستان د بريښناکوټونو ګروپ په فابريکه کې د کسانو د تګ راتګ اداره پياوړې شوې چې يوازې د اجازې کارت لرونکي وګړي ننوتلی شي. بر سيره پر دې، د ورځې او شپې له خوا د امنيتي څارنې الکترونيک سيستم جوړی شوی دی. له شلو تنو نه زيات مسلکي ګارډ مو استخدام کړي، بر سيره پر دې، خپل امنيت ساتوونکي هم لرو چې په توپکونو سمبال دي. دغه راز دوی په ګډه يو ښه چاپيريال تامين کولای شي. ځايي پوليسو ګزموي اندازه هم زياته کړې ده. ))

د چين د هه نان د (( هوی يو)) ګروپ د بيشکيک په ختيځ لوری شپيته کيلو مترۍ کې د کرهنيز صنعت همکاريزه سيمه جوړه کړې چې پکې اته چيني تصدۍ ننوتلي دي. د ياد ګروپ عمومي منيجر جانګ باو لينګ وويل، د امنيت په اړه پر ښوونې او د ارادې پر پياوړتيا بر سيره، په ځايي سيمه کې پيوستون او ګډ پرمختګ د دايمي امنيت تر ټولو لار ده.

(( کاروونکي هڅوو چې د ځايي کلتور، مذهب، دودونو باندې ځای پوه کړي، د قرغېزستانيانو درناوی وکړي، له ځايي دودونو سره ځان اعيار کړي، بلکې د ځوانانو او ځايي قرغېزستانيانو ترمنځ وادونو ته هم تشويق کوو، دا د پيوستون بهير دی. له بلې خوا، قرغېزستاني کارکوونکي مو د منځنۍ کچې مشر په توګه ټاکلي، نو دوی د چين له کلتور او د تصدۍ له ادارې سره نژدې شوي دي، دوی دا احساس لري چې موږ ورته رښتينې ګټې او بدلونونه رسولي دي، دغه راز دوی په شعوري ډول چيني کارکوونکي ساتلی شي. ))

د نومبر په دوهمه نېټه، د چين صدراعظم لي که چيانګ چې ژر به قرغېزستان ته رسمي سفر وکړي او د شانګهای د همکارۍ سازمان په ١٥مه سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي، د قرغېزستان د نظريو په ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه چې سرليک يې دی (( د چين او قرغېزستان ترمنځ د اړيکو د ښه راتلونکي لپاره ګډه ابادي )). په دې مقاله کې ويل شوي چې ترهګري د انسانانو ګډ دوښمن دی، چين او قرغېزستان دواړه د ترهګرۍ زيامن شوي هېوادونه دي. موږ بايد ګډې، جامعې، همکاريزې او دواملرونکې امنيتي مفکورې عملي کړو او خپلمنځي همکاري بايد نوره هم ژوره کړو، له ترهګرۍ،بيلتون غوښتنې او افراطيت او نړيوالو جرمونو سره بايد کلکه مبارزه وکړو او د سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره بايد امنيتي چاپيريال برابر کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای