د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په شمالي فارياب ولايت کې د واده پر مراسمو باندې يو بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
د دغه ولايت يو چارواکي تائيد کړه چې د همدې ورځې په غرمه، وسله والو د هاوان په وسيله د دغو مراسمو پر يو موټر باندې بريد وکړ چې له امله يې اووه تنه وژل شوي او د ناوې په شمول دوولس تنه نور ټپيان شوي دي. اوس ټپيان په روغتون کې تر علاج لاندې دي.
د م م د شمېرنې له مخې، د سږ کال په لومړيو نهمو مياشتو کې ۲۵۶۲ تنه افغانان په شخړو او بريدونو کې وژل شوي او ۵۸۳۵ تنه نور ټپيان دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |