CRI Online

لي که چيانګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ١٥مه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-11-04 16:10:38

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا ١٥مه غونډه د قرغيزستان په پلازمينه بيشکيک کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د چين صدراعظم لي که چيانګ هم ګډون کړی و او د شانګهای د همکارۍ سازمان د واقعی همکارۍ په اړوند شپږ فقره ييز وړانديزونه وکړل. لي که چيانګ وويل چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره د سيمه ييزې سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانتياوو هڅونه وکړي او د اقتصاد او سوداګرۍ په چارو کې د سيمه ييزې همکارۍ د مهم بنسټ په توګه د توليدی انرژۍ په برخه کې همکارۍ ټينګې کړي.

روان کال د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو له ١٥مې کاليزې سره برابری دی او دغه سازمان د دې سيمې د امنيت، ثبات او سمسورتيا د پرمخبيولو په ترڅ کې يو مهم سيمه ييز سازمان ګرځيدلی دی. اوس د يوه اقتصادي کمربند او يوې لارې د پروژې د ابادۍ په حال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د خپلمنځي واقعي همکارۍ له نويو ګټورو شرايطو سره مخامخ دی. لي که چيانګ وويل يوازې په دې شرط چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه همکارۍ وکړي، نو د دې سيمې پرمختګ او دايمی سوله او ثبات به رامنځته شي. (اواز) دغه غونډه به د شانګهای د همکارۍ سازمان د واقعی همکارۍ د لاس ته راوړونو هڅونه وکړي او نوی پرمختګ به ومومي. په دې هکله زه غواړم چې څو فقره ييز وړانديزونه وکړم.

لي که چيانګ وويل د شانګهای د همکارۍ سازمان د امنيتي او ثابت چاپيريال د جوړولو لپاره بايد په ګډه، هراړخيزه، همکاريزه او دواملرونکي توګه امنيتي نظريې غوره کړو او د امنيت په ساحه کې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړو او د تصديو او څانګو د امنيت وساتو. هغه وويل(اواز)

چين غواړي چې له بېلا بېلو خواوو سره د سوداګرۍ او پانګونې د ازادی او اسانتياوو کېدو هڅونه وکړي او له ګمرکاتو څخه د تېرېدو، د معاينې او پيژندنې په ساحو کې چين د خلاصونکې همکارۍ رويه غوره کوي او غواړي چې د ازادی سوداګرۍ سيمې د جوړېدو په هکله له بېلا بېلو خواوو سره بحثونه وکړي. چين د صنعتي کېدو په بهير کې دی او د توليدی انرژۍ په چارو کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ د ځايي سرچينو د توليداتو په تيره بيا د کرهنيزو توليداتو بيې لوړولی او د ځايي بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ پرمخبيولی شي چې د ځايي مالونو کارولو په ترڅ کې د دغو ځايونو ګمارنې او د خلکو ژوند ته به ګټې ورسوي.

لي که چيانګ وويل د همکارۍ لپاره بايد نوي فرصتونه وموندل شي. چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره نوي تګلارې او تجربې شريکړې کړي، د سيمه ييزې پانګونې ميکانيزم بشپړ کړي، د پانګونې اړوند ډګرونه به وکاروي، د دې سازمان د غړيو هېوادونو د اقتصادی پرمختګ او د سيمه ييزې همکارۍ په پروژو کې به د پانګونې ملاتړ وکړي او د کولتوري تګ راتګ بنسټ به ټينګ کړي. چين به د شانګهای د همکارۍ سازمان د پوهنتون د جوړېدو په اړوند له بېلا بېلو خواوو سره تړون لاسليک کړي او د دې چارو ملاتړ کوي چې بېلا بېلو هېوادونو ته استعداد لرونکي کسان وروزي او چين ته د دې سازمان د غړيو هېوادونو د محصلينو راتګ ته اسانتياوې برابرې کړي.لي که چيانګ وويل(اواز) د شانګهای د همکارۍ سازمان تل پر پرانيستې رويې ټينګار کوي او غړيو هېوادونو ته وړانديز کوي چې د دې سازمان له کتونکو هېوادونو او دوستانه هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي چې ټولو خواوو ته ګټې ورسوي، په عين وخت کې د دې سازمان او م م په شمول د نورو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو تر منځ تفاهم او خبرې اترې پراخې کړي او يو د بل ملاتړ او همکارۍ پياوړې کړي څو په ګډه د سيمه ييز ثبات او د نړۍ د دايمی سولې او سمسورتيا هڅونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای