CRI Online

له افغانستان سره د م م مرستندويه ډله د امريکايي پوځ په هوايي بريد کې ملکيانو ته د مرګ او ژوبلې پېښې پلټنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-11-07 12:50:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې له افغانستان د م م مرستندويې ډلې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د هغې پېښې په پلټنه بوخته ده چې د روانې مياشتې په درېيمه نيټه سهار وختي د دې هېواد پرکندز ولايت د امريکايي پوځ د هوايي بريد له امله ملکيانو ته مرګ او ژوبله پېښه شوه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د ابتدايي پلټنې له مخې د دې بريد له امله لږ تر لږه دوه دېرش تنه وژل شوي او ١٩ تنه نور ټپيان شوي دي چې په دې جمله کې زياتره يې ښځې او ماشومان وو.د دې ترڅنګ په دې بريد کې لږ تر لږه ٢٢ کورونه ويجاړ شوي دي.

د يادې ډلې مسئول په دې اعلاميه کې وويل چې په دې بريد کې رامنځته شوې مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او په افغانستان کې د سولې او ثبات موخې د تر سره کولو لپاره کوششه يې زيايمن کړي دي.هغه زياته کړه چې نړيوال پوځي قوتونه بايد په هوايي بريدونو کې ملکيانو ته د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای