CRI Online

چين او روسيې د کرڼې په برخه کې خپلمنځي همکاري په ثابته توګه پرمخبيولی

cri     (GMT+08:00) 2016-11-07 16:01:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اوس د کرڼې په ساحه کې همکاري د چين او روسيې تر منځ د پام وړ برخه ګرځېدلې ده. دواړه هېوادونه د زراعتي توليداتو د کرلو، معاملو او د کرهڼيزو پروژو د پانګونې په ساحو کې يو د بل کمښت پوره کوي، نو خپلمنځي همکاري يې پراخه پراتلونکې لري.

په ٢٠٠٤ کال کې د چين د هې لونګ جيانګ ولايت د هوا شين په نوم شرکت د روسيې په سرحدي سيمه کې له روسي شرکت سره د عصري کرنې همکاريزه سيمه جوړه کړه. تر څه دپاسه لس کلنۍ جوړولو وروسته اوس دغه سيمه يوه لويه عمومي کرهڼيزه سيمه ګرځېدلې ده او په ٢٠١٥ کال کې دغه سيمه د چين د دولت په کچه د کرهڼيزو چارو بهرنۍ همکاريزه سيمه وټاکل شوه. د هوا شين شرکت مشر لي ده مين خبريال ته وويل، تر اوسه پورې د دې پروژې عمومي پانګې له سلو مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتې دي. د دې سيمې پراخوالی ٦٨ زرو هکتارو ته رسېدلی دی.

چين او روسيه د زراعتي توليداتو د توليد او معاملو په برخو کې يو د بل کمښت پوره کولای شي. په وروستيو کلونو کې د کرڼې په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاريو ستر برياليتبونه تر لاسه کړي او د زراعتي توليداتو معاملې يې په ثابت ډول زياتې شوې او د کرڼې په ساحه کې پانګونې يې هم په څرګنده توګه لوړې شوې دي. د چين او روسيې د پرمختګ کمېټې په اړه روسي رئيس بوريس تيتوف وويل، اوس چين ته د روسيې په صادراتو کې زراعتي توليدات دېرش سلنه نيسي. ده وويل

((د روسيې هغه زراعتي توليدات او غلې دانې چې په طبيعي توګه توليد شوې، په چين کې ښې پلورل کېږي. اوس چين په نړۍ کې د غلودانو يو لوی واردوونکی هېواد دی، نو ډېر زيات روسي زراعتي توليدات د چين بازار ته ننوتلي. په عين وخت کې ډېرو چيني تصديو هم د روسيې په کرهڼيزو چارو کې پانګې کړې او کوي يې.))

د چين هې لونګ جيانګ ولايت د روسيې د لرې ختيځ له سيمې سره نږدې پرت دی او د کرهڼيزو چارو په برخه کې له روسيې سره د همکارۍ په برخه کې څرګندې وړتياوې لري. نو د روسيې په ډېرو سيمو کې د هې لونګ جيانګ ولايت د شرکتونو پروژې ليدل کېږي. د هې لونګ جيانګ ولايت د کرهڼيزو چارو کمېټې د بهرنۍ اقتصادي همکارۍ د ادارې مرستيال ګوه شاو چوان وويل، اوس په روسيه کې د هې لونګ جيانګ ولايت په تصديو کې زياتره شخصي شرکتونه دي. ده وويل

((اوس د روسيې په لرې ختيځ سيمه کې د هې لونګ جيانګ ولايت د شرکتونو شمېر ١٢٠ ته رسېدلی. په روسيه کې د دغو شرکتونو د پانګونې ساحې د زراعتي توليداتو له کرنې څخه د کورنيو څاريو روزلو، د زراعتي توليداتو د چمتو کولو او د توکيو د حمل و نقل برخو ته پراخې شوې. د هغو کرهڼيزو سيمو شمېر چې پيمانه يې لويه ده، شلو ته رسېدلې دي.))

په کرهڼيزو چارو کې د دواړو هېوادونو له همکاريزو پروژو څخه د ملاتړ لپاره، چين له روسيې سره په ګډه په کرهڼيزو چارو کې د پانګونې ځانګړی صندوق جوړ کړی او په دې برخه کې د همکارۍ نوی شکل لټوي. د روسيې د کرهڼيزو چارو د وزارت مرستيال شيرګی ليون وويل، اوس د کرڼې په برخه کې د چين او روسيې همکاريو په ثابت ډول پرمختګ کړی او کوي يې. په روان کال کې د کرهڼيزو چارو په ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت اوه سلنه زيات شوی. دغه شمېر د دواړو هېوادونو د کرهڼيزو چارو د پرمختګ د سويې په نسبت د زياتوالي لويه فضا لري. هغه وويل، د کرڼې په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري ستر پټ ځواک لري، دواړه خواوې بايد په دې برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د لا نږدېوالی لپاره يو لړ اغيزمن تدبيرونه ونيسي، مثلا يو د بل هېواد ته دې د زراعتي توليداتو او غلودانو د ننوتلو پړاونه ټيټ او ساده کړي، د کرهڼيزې تکنالوژۍ او اړوندو وړ کسانو د روزنې په برخه کې دې خپلمنځي همکاري لا پياوړې کړي او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای