CRI Online

د اقليمي بدلون په اړه د م م غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-08 10:49:07

پر ځايي وخت د نومبر په اوومه نېټه د اقليمي بدلون په اړه د م م چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو دوه ويشتمه غونډه د المغرب په جنوبي مراکش ښار کې پرانيستل شوه. دا د پاريس تړون له رسمي نافذېدو وروسته د لاسليک کوونکو ترمنځ لومړې غونډه ده او د اړوندو ټاکلو پلانونو د عملي کېدو په موخه يوه لويه غونډه بلل کيږي.

په دغه غونډه کې به د څه باندې ١٩٠ هېوادونو او سيمو استازي د پاريس تړون په پلي کولو بحث وکړي. د المغرب د بهرنيو چارو وزير او هم د دغې غونډې رئيس صلاح الدين مزار د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د پاريس تړون د پلي کولو په اړه د قاعدو جوړول به د دغې غونډې يوه مهمه موضوع وي. نوموړي وويل:

((د اقليمي بدلون په اړه د م م چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ٢١ مه غونډه او ٢٢ مه غونډه د انسانانو د راتلونکي لپاره دوه مهمې غونډې دي . په ٢١ مه غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو لپاره يو پلان او معيار ټاکل شوی و، نو په روانه غونډه کې به په ټاکلي پلان او معيار کې د بېلابېلو غاړو د شاملېدو په موخه يو ميکانيزم جوړ شي.))

په تېره دسمبر مياشت کې د اقليمي بدلون په اړه د م م د چوکاټي تړون ١٩٧ لاسليک کوونکو په پاريس کې په پاريس تړون هوکړه کړې وه او تراوسه پورې ١٠٠ هېوادونو دغه تړون لاسليک کړی دی. دغه تړون د اقليمي بدلون په اړه له توکيو هوکړه ليک وروسته دوهم قانوني سند دی او له ٢٠٢٠ کال وروسته يې له اقليمي بدلون سره د نړيوالې مقابلې اړوند ګامونه ټاکلي چې پکې يوه مهمه موخه په نړۍ کې د د شنه خونيزو ګازونو د خپرېدو اندازه ژر ترژره تر ټاکلي ميعار رسول دي.

د پاريس تړون په ٢٠١٦ کال کې له ټاکلي وخت وړاندې نافذ شوی او دا د روانې غونډې لپاره فعاله فضا جوړه کړې ده. د" ګرين پيس(Greenpeace) "سازمان د نړيوالو اقليمي تګلارو مسئولې کېسا کوسونين د روانې غونډې د موخو په اړه داسې وويل:

((هيله من يو چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د يو عملياتي پلان په رڼا کې د پاريس تړون د تطبيق په اړه تخنيکي تفصيلات بشپړ کړو او د شنه خونيزو ګازونو د خپرېدو اندازې د کمښت په موخه به د لااغېزمنو ګامونو پورته کولو ته د تيارۍ په لټه کې شو، ځکه چې د شنه خونيزو ګازونو د خپرېدو اوسنۍ سويه په پاريس تړون کې د ټاکلو موخو رښتيا نه شي تامينولی. د دې ترڅنګ به په دې برخه کې د مالي مرستو زياتول او د پانګو د شمېرلو چارو اصلاح د غونډې يوه بله مهمه موضوع وي. پرمخللو هېوادونو ژمنه کړې چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې به پرمختيايي هېوادونو ته زياتې مالي مرستې ورکړي، اوس دغه پانګې زياتې شوې دي، خو د زياتوالي سرعت يې تر وړاندوينې ورو دی.))

د چيني پلاوي مرستيال رئيس او هم د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې چارواکي شي جي وويل، چې چين هيله لري چې دغه غونډه به په علني ،روڼ او شامل ډول ترسره شي، په برابره توګه به د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحثونه و شي او په څنګ کې به د بېلابېلو هېوادونو هغو عملياتو ته پاملرنه وشي چې تر ٢٠٢٠ کال وړاندې به د اقليمي بدلون د مخنيوي په موخه ترسره شي. شي جي خبريال ته وويل، چې چيني پلاوي مراکش ته له رسيدو وروسته د ورته دريځونو نيوونکو پرمختيايي هېوادونو او د چين او ٧٧ هېوادونو د دريځونو د همغږۍ په غونډو کې برخه اخيستې، همدارنګه نوموړي زياته کړه:

له پاريس تړون وروسته بېلابېلو هېوادونو د سرچينو د سپما او د شنه خونيزو ګازونو د کمښت په موخه د خپلو خدمتونو پلانونه وړاندې کړي دي. پرمختيايي هېوادونه هيله لري چې پرمختللي هېوادونه به له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستو په اړه خپله ژمنه پلې کړي . چين د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنيکي همکارۍ د چوکاټ له لارې مرستې برابروي، ترڅو پرمختيايي هېوادونه خپلې موخې ترسره کړي او د اقليمي بدلون د مخنيوي توان به لوړ کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای