د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په اوومه نېټه، په کابل ښار کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول.
ځايي پوليسو وويل چې دغه چاودنه د اوومې نېټې د مازديګر په څلورو بجو پنځلسو دقيقو رامنځته شوه. بريدګر يو ريموټ کنټرول بم د پوليسو پر موټر پسې نښلولی و او د لوړو زده کړو وزارت په شاوخوا سيمه کې يې چاودنه ورکړه.
عيني شاهدانو خبري رسنيو ته وويل، د پوليسو يو موټروان او يو عام وګړی په دې پېښه کې ټپيان شول چې د يوه حالت نازک ښودل شوی پوليسو وويل، ټپيان شوي نژدې روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د يادې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |