CRI Online

پاکستان به د بريښنا د پرچاوي وخت کم کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-11-09 10:35:32

د پاکستان د نيوز ورځپاڼې د خبر له مخې: د اوبو په وسيله د بريښنا توليد څانګې د څيړنې وروسته د پاکستان صدراعظم نواز شريف اعلان وکړ چې په ښارونو کې به هره ورځ د بريښنا د پرچاوې وخت له شپږو ساعتونو څخه دريو ساعتونو ته او په کليوالو سيمو کې له اتو ساعتونو څخه څلورو ساعتونو ته کم شي او د صنعتي توليد لپاره به لا هم هر وخت بريښنا برابر شي.

د خبر له مخې په وروستيو کې د چاشما ذروي بريښنا سټيشن دريم نمبر ماشينونه او د رڼا او باد په وسيله د بريښنا توليد ګټه اخيستنه پيل شوې، په پاکستان کې د بريښنا د برابرولو حالت په څرګنده توګه ښه شوی. دا ځل د بريښنا د پرچاوې وخت د کموالي پلان په پيل کې د ازموينې په پړاو کې دی. اوس اوسيدونکي د بريښنا د پرچاوې وخت د کموالي اسانتياوې شريکوي، خو د اټکل له مخې په ژمي او دوبي کې د بريښنا د ډېر کارولو په موده کې به د بريښنا د برابرولو ستونزه لا هم شته وي.

د خبر له مخې: په ٢٠١٧ کال کې به د چاشما ذروي بريښنا سټيشن څلورم نمبر ماشين او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادی دهليز په اړوند د بريښنا توليد څو پروژې بشپړې شي، امکان شته چې د نواز شريف په مشرۍ حکومت به د خپل کار ماموريت په موده کې د ټاکنې په وخت کې د بريښنا د پر چاوې حالت د پای ته رسيدو ژمنه عملي کړای شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای