CRI Online

د چين نړيوالې راډيو د ايف ايم څپو له لارې ځايي خپرونې په پاکستان کې په بريالۍ توګه ازمايښتي خپرونې پيل کړلې

cri     (GMT+08:00) 2016-11-09 11:17:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: پر ځايي وخت د نومبر د ٨مې نيټې په ١٧بجو د چين نړيوالې راډيو د ايف ايم ٩٨ څپو له لارې د چين او پاکستان تر منځ د دوستانه راډيو ځايي خپرونې په پاکستان کې په بريالې توګه ازمايښتي خپرونې پيل کړلې. په پاکستان کې د چين نړيوالې راډيو د ايف ايم څپو له لارې د لومړی تمام راډيو په توګه دغه راډيو د ښار د ايف ايم څپو راډيو په توګه بلل کېږي او هره ورځ د اتلسو ساعتونو خپرونې خپروي چې اوس د شپږو ساعتونو خپرونې په پاکستان کې جوړېږي. دغه راډيو نه يوازې د چين او پاکستان تر منځ د عنعنوي دوستې بلکی د چين د مالوماتو په تيره بيا د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادی دهليز د مالوماتو د خپرولو ډګر هم دی.

د تېر کال د اپريل په ٢٠ مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د پاکستان صدراعظم نواز شريف په ګډه د ايف ايم څپوله لارې د چين او پاکستان تر منځ د دوستانه راډيو د جوړېدو سټوډيو د پرانيستلو نښه خلاصه کړه. اوس د چين نړيوالې راډيو خپرونې د ايف څپو. منځنيو او لنډو څپو له لارې په ټول پاکستان کې اورېدل کيږي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای