CRI Online

له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د م م غونډه په دې برخه کې د خلکو پوهاوي د پياوړتيا لپاره ګټوره ده

cri     (GMT+08:00) 2016-11-09 15:59:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د نومبر په اتمه نېټه په مراکيش ښار کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې د مفکورې د پياوړتيا په يو فورم کې د نړيوال اقليم او انرژۍ په هکله د نړيوال طبيعی صندوق مشر او د پيرو د چاپيريال ساتنې پخواني وزير منويل پولګار ويدال وويل چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د م م له غونډې له کبله په دې برخه کې د خلکو پوهاوی پياوړې شوی دی.

د ده په اند که څه هم له يادې غونډې څخه تر لاسه شوې نتيجه په پوره توګه ښه نه ده او د اړوندو تګلارو او تړونونو د پلي کېدو په بهير کې ستونزې هم موجودې دي، خو دغه غونډه د اهميت وړ ده.هغه وويل(اواز........) له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د م م تېرې غونډې په دې برخه کې د حکومتونو ترمنځ د خبرو اترو تر ټولو مستقيم ډګر ګرځېدلی او په دوامداره توګه به همداسې ډګر وبلل شي.سربېره پردې غير حکومتي ګډونوالو له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ډېرې هڅې هم کړې دي، نو زما په اند دوی به په دې غونډه کې لا نور مهم رول ولوبوي.په ګوپنهاګن کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې تر غونډې وروسته خلک په دې پوه شوي چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې دنده يوازې د پرېکړه ليکونو او تړونونو له لارې نه تر سره کيږي،مونږ مسئوليت لرو چې د رښتينو عملونو له لارې په دې برخه کې د خلکو پوهاوی پياوړی کړو. تراوسه پورې زمونږ تر کوښښونو او هڅو لاندې د نړۍ په چوکاټ کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې له اهميت سره پېژندګلوي زياته شوې ده. دا هرو مرو يوه مثبته نښه ده.

په ٢٠٠٩ کال کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د کوپنهاګن غونډې په برکته دغې مسئلې ته د نړيوالو پاملرنه بې سارې سويې ته رسيدلې ده.له اقليمي بدلون سره د مقابلې په هکله خبرې اترې په اسانه توګه سياسي سيالي نه ګڼل کيږي .ځکه چې اقليمي بدلون د خلکو پر ژوند رښتينې اغيزه کړې او له اړوندو غونډې څخه تر لاسه شوې نتيجې نه يوازې يو سند دی بلکې په ځمکه کې د هر تن د موجوديت او پرمختګ له حقونو سره اړيکې لري.اقليمي بدلون د لازياتو تګلاره جوړوونکو په اجنډا کې زيات شوی دی.

د کاربون د څرګندولود پروګرام په نوم د لومړۍ کچې عمومي مديرې فرانسيس وي په خپله وينا کې وويل (اواز......) زما په اند اقليمي بدلون نه يوازې په سياسي چوکاټ کې يو کار دی بلکې له اقتصاد سره تړاو لري،ځکه دا به پر پانګوالو او سوداګرۍ اغيزه وکړي او له هر تن سره اړيکې لري.موږ ټول له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ګډې هڅې وکړو.ځيني صنايع او تصدۍ ښايي د ټيټ کاربون له ادارې سره عادی نه شي، خو زما په اند د ټيټ کاربون بهير به هرو مرو روان وي او دوی به په دې بهير کې ګډون وکړي.د دې ترڅنګ د هغو تصديو په اند چې د انرژيو کارونې په برخه کې د نوښت عملونه تر سره کوي، د ټيټ کاربون عملي پلان د کاربون د نشتون په لور خوځنده ځواک دی او دوی به د کاربون د خپرېدا د کمولو په برخه کې له همداسې تصديو سره سيالي وکړي تر څو په دې برخه کې لارښوونکی مقام تر لاسه شي.

البته ، خلک بايد له اقليمي بدلون سره د مقابلې توان د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې وکړي .د اوينا صندوق يو مسئول چې په لاتينۍ امريکا کې د اوبو چاپيريال د ښه والي په هڅه کې دی، وويل (اواز..........) مونږ بايد په ناپرمختللو سيمو کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې عملونه تر سره کړو چې اوس زياتره يې د پرمختللو سيمو له خوا تر سره کيږي، په نا پرمختللو سيمو کې د ميشت خلکو لپاره له اقليمي بدلون سره د مقابلې عملونه بايد پياوړی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای