CRI Online

چين غواړي چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره له امريکا سره همکارۍ ته دوام ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-11-10 15:03:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې ډونلد ټرامپ د نومبر په نهمه نېټه د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی شو چې دا په مراکش ښار کې د م م د اقليمي بدلون غونډه کې د پاملرنې وړ موضوع ده.د چين استازي ګوو های بو چې په دې غونډه کې ګډون کړی، له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چين تمه لري چې په دې برخه کې له امريکا سره همکارۍ ته دوام ور کړي.

له دې امله چې ټرامپ د ولسمشريزو ټاکنو په موده کې ويلي چې اقليمي بدلون يوازې دروغ دی او تر ټاکل کېدو وروسته به له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د اوباما په مشرۍ د حکومت له خوا وړاندې شوی عملی پلان لغوه کړي او امريکا به د پاريس له تړون څخه ووځي ، د دې ترڅنګ دی به د نفتو او طبيعي ګازو استخراج ته پرمختګ ور کړي. د دغو خبرو له امله ځينو برخه والو انديښنه څرګنده کړه. په دې هکله د چين د پلاوي مرستيال او د اقليمي بدلون خبرو اترو په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ګوو های بو د چين دريځ بيان کړ. هغه وويل (اواز..........) د ټيټ کاربون د شين پرمختګ مفکوره د نړيوالو له خوا منل شوې.د پاريس تړون له مخې د نړيوال اقليم اداري ميکانيزم نه يوازې له نړيوالو غوښتنو بلکې د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالې ټولنې له ګټو سره هم سمون لري.چين به د يوه لوی پرمختيايي هېواد په توګه په ټينګه سره د نوښت، همغږۍ، ورخلاصون او ګډ پرمختګ په لور روان وي،ياد ميکانيزم دې وساتي او په دې برخه کې دې له نورو هېوادونو سره همکاري پياوړی کړي.چين به خپل کارونه تر سره کړي او تمه لري چې د امريکا په شمول له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د اړوندو ميکانيزمونو د جوړولو او د همکاريو د پياوړتيا لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي.

د امريکا د توکميزې ټولنې استازې کاسرين ايګلند چې د يوې کتونکې په توګه يې په دې غونډه کې ګډون کوي، هيله څرګنده کړه چې د پاريس تړون د ټولو لپاره قانونيت لري ، نو بايد د دې تړون درناوي وکړو.هغې وويل (اواز.........) له ستر طوپان څخه ژغورل شوې وم او د بريټانيا د نفتو شرکت د نفتو د توېدلو په پېښه کې راته هم زيانونه رسولي دي.د مکسيکو په خليج کې چې اوس په دې سيمه کې ژوند کوم، اقليمي بدلون د خلکو ژوند ته ډېر زيايمن کړی دی.له هغو سيمو څخه راغلي خلک چې پکې بې وزلي او لږه کي کسان ډېر دي، هيله لري چې د اقليمي بدلون قربانيان ونه ګرځي.

د ټرامپ د يادو خبرو په هکله د عالمانو او ساينسپوهانو د ګډې ټولنې د ستراتيژۍ او تګلارو جوړولو د څېړنيزې څانګې مشر الدن ميار وويل چې دونلډ ټرامپ د امريکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو چې دا ښايي د نورو هېوادونو د خبرو اترو پر استازو رواني اغيزه وکړي.خو د ده په اند د ولسمشريزو ټاکنو په موده کې د ټرامپ څرګندونې د ده له راتلونکو تګلارو سره تړاو نه لري.

د امريکا د نوي ولسمشر په توګه د ټرامپ ټاکنه به له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د امريکا پر تګلارې کومه اغيزه وکړي؟الدن ميار وړانديز وکړ چې نړيواله ټولنه دغې مسئلې ته پاملرنه وکړي. ځکه چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به د امريکا نوی حکومت جوړ شي او د امريکا د چاپيريال ساتنې ادارې مشر،د انرژيو وزير،د دولتي امنيتي چارو مرستيال،د بهرنيو چارو وزير او د سپينې ماڼۍ د اقتصادي چارو د سلاکارانو کميټې د غړو په شمول حکومتي چارواکي به وټاکل شي چې دا به د امريکا د نوي حکومت له راتلونکو تګلارو سره اړيکې ولري.

په همدې ورځ دغې غونډې د غونډې رئيس او د مراکش د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين منصور په نوم د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو د نتيجې په هکله يوه رسمي اعلاميه خپره کړه او پکې يې ټينګار کړی چې بېلا بېلې خواوې به خپلې ژمنې پوره کړي او ډله ييز عملياتو ته دوام ور کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای