د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د شمالي بلخ ولايت د امنيتي ادارې چارواکي د دې خبر پخلی وکړ، چې د ١٠ مې نېټې په شپه د دې ولايت په مرکز مزار شريف کې د جرمني پر کونسلګرۍ بريد وشو چې له امله يې دوه کسان وژل او ٢٨ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي چې د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې، وويل، چې يو اورپکي د لسمې نېټې د شپې په يوولسو بجو او يوولسو دقيقو د جرمني کونسلګرۍ ته نژدې يو موټر ته چې له چاوديدونکو توکو ډک و،چاودنه ورکړه. د دغه بريد له امله زياتره ټپيان د کونسلګرۍ شاوخوا اوسيدونکي دي، دغه راز د پېښې ځای ته نږدې څو ودانۍ هم ويجاړې شوې دې. د مړو شمېر ښايي لازيات شي. افغان امنيتي ځواکونو د کونسلګرۍ شاوخوا سيمه کلابنده کړې ده.
له پېښې وروسته طالبانو د بريد پړه منلې ده.
د طالبانو وياندذبيح الله مجاهدوويل، دغه بريد په کندوز ولايت کې د هغو بمباريو په غچ کې ترسره شوی چې د روانې مياشتې په لومړيو کې د "تېرې کوونکو " لخوا ترسره شوي وو او له امله يې ګڼ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.(زرينه)
د پېښې ځای انځورونه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |