CRI Online

چين ژمنه کړې چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې به په ځينو ښارونو کې د کاربون د خپرېدا د کمښت موخه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-11-11 12:59:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د پلاوي مرستيال شي جي چې په مراکش کې د م م د اقليمي بدلون په غونډه کې يې ګډون کړی ،د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې چين د کاربون د دوه اکسايد د خپرېدا اندازې د کمولو لپاره نور قوي تدبيرونه نيولي او ژمنه يې کړې چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې په ځينو ښارونو کې د کاربون د خپرېدا اندازه تر ټولو لوړې سويې ته ورسيږي.

د ښاغلي شي جي د معلوماتو له مخې د چين حکومت په دې وروستيو کې د ١٣م پنځه کلن پلان په موده کې د شنو خونو ګازونو د خپرېدا د کنترول لپاره يوه کاری لايحه خپره کړه او په دې برخه کې يې ځينی ښارونه وهڅول چې د کاربون د خپرېدا د د کمښت موخې د تر سره کولو لپاره هلې ځلې وکړي. هغه وويل (اواز.........) ځينو ښارونو ژمنه کړې چې تر ٢٠٣٠ کاله پورې د کاربون د خپرېدا اندازه تر ټولو لوړې سويې ته ورسيږي او ځينو نورو يې هم ژمنه کړې چې تر ٢٠٢٠کاله پورې د کاربون د خپرېدا د کمښت موخه تر سره کړي.د دې ترڅنګ حکومتي څانګو له ځينو صنايعو څخه غوښتنه کړې چې د کاربون د دوه اکسايد د خپرېدا د کمولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي په تېره بيا هغه صنايع چې پکې ډېرې انرژي کارول کيږي، بايد تر ٢٠٢٠ کاله پورې د کاربون د خپرېدا د کمښت موخه تر سره کړي.په ټولنيز ډول چين په دې برخه کې نور قوی تدبيرونه نيولي دي.

د تاريخي تجربو له مخې کله چې د هر تن د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت شل يا پنځه ويشت زره امريکايي ډالرو ته رسيږي، د کاربون د خپرېدا اندازه به تر ټولو لوړې سويې ته ورسيږي.چين به په فعاله توګه د انرژيو د سپما او د چاپيريال ساتنې د تخنيکونو په کارولو سره په وختي توګه د کاربون د خپرېدا د کمښت موخه تر سره کړي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د اقليم څانګې مرستيال لو شين مينګ له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې عملونه نه يوازې د حکومتونو تدبيرونو ته اړتيا لري بلکې له اقليمي بدلون سره د مقابلې تړون د نه لاسليکوونکو پر کوښښونو تکيه هم کوي.په دې هکله هغه وويل(اواز.........) دا ډېره مهمه ده هغوي چې دا تړون يې نه دی لاسليک کړی لکه ځايي حکومتونه،ښارونه، د استوګنې سيمې، تصدۍ او غير حکومتي سازمانونه له اقليمي بدلون سره د مقابلې له عملونو څخه ملاتړ کوي ا و په دې بهير کې ګډون کوي. که جوړ شوي ډول ډول مقررات په رښتينی توګه پلی شي، بايد د توليد، ژوند او مصرف په بهير کې د ډېرو نه لاسليکوونکو کوښښونو ته اړتيا لرو.

د اقليمي بدلون د غونډې د جوړېدو په ځای کې د بي وې دي په نوم د چين موټر توليدوونکي شرکت خپله غرفه جوړه کړه او په منځني ختيځ او افريقا کې د موټرونو د پلورنې څانګې د مدير رئيس هونګ جي شيو خبريال ته وويل چې د دې غونډې په بلنه د په شنې انرژۍ ګرځېدونکي بسونو د يوازنۍ توليدوونکي شرکت په توګه تېر کال دوی د پاريس د اقليمي بدلون په غونډه کې ګډون کړی و او د خپلو موټرونو په باب معلومات يې غونډې ته وړاندې کړل.د روانې موخې د يادونې په ترڅ کې هغه وويل (اواز........)په نورو هېوادونو کې په عمده توګه مشتريانو ته بسونه او تکسي معرفي کوو.په دې غرفه کې هغه حالت ښودل کيږي چې څنګه د لمريزې تختې، د برېښنا د زيرمې ستېشنونو او کورنيو لايحې له لارې په ښارونو او کورنيو کې د برېښنا د زيرمې ستونزه حل کوي

د ده د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د دوی له خوا توليد شوي برېښنايې موټرونه او تکسي په څه باندې پنځوسو هېوادونو او دوو سوو ښارونو کې کارول کيږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای