CRI Online

پاريس کې په هغو ترهګريزو بريدونو کې د مړه شويو کسانو د قربانۍ مراسم تر سره شول کوم چې يو کال مخکې پېښ شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2016-11-14 16:35:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سږ کال د نومبر ديارلسمه نېټه پاريس کې د يو لړ ترهګريزو بريدونو له لومړۍ کاليزې سره برابره وه. يو کال مخکې په همده نېټه ترهګرو د پاريس په مرکز او ګوښه سيمو باندې يو لړ بريدونه وکړل چې له امله يې لږ تر لږه يو سل او دېرش تنه وژل شوي وو. د فرانسې حکومت د يادو کسانو د مړينې د ماتم کولو په هکله د قربانۍ يو لړ مراسم تر سره کړل.

دغه مراسم د همدې ورځې د سهار په نهو بجو پيل شول. د فرانسې ولسمشر فرانکويس هولانډ په وار سره د بريدونو په ځايونو کې د چوپتيا مراسم اجرا کړل. د مړو شويو کسانو د خپلوانو د غوښتنې سره سم، ياد مراسم په ساده توګه تر سره شول او ولسمشر پکې هيڅ وينا ونه کړه.

لومړني مراسم په فرانسي سټېډيوم کې تر سره شول. ولسمشر هولانډ لومړی د يادګرۍ تختې څخه پرده پورته کړه. د فرانسې حکومت د بريدونو په هر ځای کې دغه شان د يادګرۍ تختې جوړې کړې دي. په دغو تختو باندې يو شان محتويات شته او داسې پرې ليکل شوي: دا تخته د دوه زره پنځلسم کال د نومبر په ديارلسمه نېټه په ترهګريزو بريدونو کې د مړو او ټپيان شويو کسانو د يادونې لپاره ليکل شوې. دغه راز، د هر ځای په تخته باندې په دې ځای کې د مړو شويو کسانو شمېره او نومونه يې هم پرې ليکل شوي. ولسمشر هولانډ له نورو اوسيدونکو سره يو ځای د يوې دقيقې چوپتيا وکړه. په دغو مراسمو کې يوه ځوان وينا وکړه چې د ده پلار هم په دغه سټېډيوم باندې د بريد له امله مړ شوی. هغه وويل،

نن ورځ د ځينو مطالبو په باب د خلکو نظريې لا هم بېلې دي. کله چې توپيرونه زيات شي، د نورو کسانو د دفع کولو نظرونه به رامنځته شي. موږ بايد له دغو نظرونو او توپيرونو سره مقابله وکړو. يوازې په داسې حال کې چې هر کس د برابري فرصت تر لاسه کړی، د يو شمېر کسانو ناخوښه رويې به زموږ پر ټولو کسانو باندې منفې اغيزه وانه چوي.

د تېر کال د نومبر د ديارلسمې نېټې په بريدونو کې د باتاکلان په تياتر باندې بريد تر ټولو ډېر سخت و چې له امله يې نوي تنه وژل شوي وو. د دغه بريد نه وروسته په يو کال کې دغه تياتر د بيا ځل لپاره کار نه دی پيل، خو د سږ کال د نومبر د دوولسمې نېټې په شپه موسيقۍ يو ځل بيا په دغه تياتر کې واوريدل شوه. د بريتانيې سندره غاړي سټينګ پکې د سندره ويلو يوه ننداره جوړه کړه. هغه د مړو شويو کسانو د خواشينۍ د څرګندولو په هکله د دغې نندارې په پيل کې په فرانسي ژبه وويل،

نن شپه موږ دوې دندې لرو، لومړی په بريدونو کې د مړو شويو کسانو يادونه کوو. ورپسې موږ بايد په دې تاريخي ودانۍ کې له ژوند او موسيقۍ څخه خوند واخلو.

ويل کېږي چې د ترهګريزو بريدونو د پېښېدو په لومړۍ کاليزه کې د قربانۍ مراسمو خلکو ته يو فرصت ورکړی چې خپله خواشيني څرګنده کړې. خو دغه وخت د ملت د يووالي وخت هم دی. د فرانسې د بې ايف ايم ټلويزيون د يادو مراسمو په اړه ژوندي خپرونې خپرې کړې او تبصره يې وکړه چې د دغو بريدونو د پېښېدو نه وروسته په يو کال کې د فرانسې په ټولنه او د خلکو په منځ کې زيات مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. تبصره کوونکي وويل، 

ومو ليدل چې د فرانسويانو ډله ييز افکار لوړ او محافظي تدبيرونه يې جدي شوي دي. فرانسيان له سختو بريدونو سره مخامخ شول او ځينې ورڅخه روغ ووتل. يو شمېر کسان د زغم څخه د وتلو لپاره له پاريس څخه نورو ځايونو ته انتقال شول. خو يو شمېر کسان په دې ځای کې پاتې دي او خپل ژوند ته يې دوام ورکړی. هر کس پخپله خوښه زغم ته ماتې ورکړې او له ازموينې څخه وتلی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای