CRI Online

له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لوړې کچې فورم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2016-11-15 16:10:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د المغرب پر ځايي وخت د نومبر په څوارلسمه نېټه سهار د م م د مراکش اقليمي بدلون د غونډې اړه د اقليمي بدلون د مقابلې لپاره د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لوړې کچې فورم تر سره شو چې د چين، المغرب او م م له خوا په ګډه جوړ شوی و.د شلو هېوادونو څلوېښتو تنو حکومتي وزيرانو يا استازو او د م م او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو په دې فورم کې ګډون وکړ او له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو په موخه يې په نوي پړاو کې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله وړانديزونه وکړل.

له اقليمي بدلون سره د مقابلې په هکله د چين ځانګړی استازي شي جن هوا په خپله وينا کې وويل چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په هکله د چين همکاريزې پروژې او په دې برخه کې د پرمختايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ صندوق پرمخبيول د دې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د چين هيله ښکاره کوي. په عين وخت کې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا او د اقليمي بدلون د اداري سيستم د جوړونې په هکله هغه درې فقرييز وړانديزونه وکړل. هغه وويل(اواز..........) لومړی ، بايد په دې برخه کې د متقابل باور بنسټ ټينګ شي.د پاريس تړون د ښې پايلې تر لاسه کول يو اسان کار نه دی ، نو د اړوندو خواوو ګډې ساتنې ته اړتيا لري.د مراکش غونډه بايد يوه داسې غونډه وي چې پکې به د پاريس تړون ګډې نظريې پلي شي او د پيسو، تخنيکونو او د توان د پياوړتيا په برخو کې به رښتينې لاسته راوړنې تر لاسه شي.دوهم ، يو د بل نيمګړتياوې پوره شي.ځکه چې پرمختيايي هېوادونه په بېلا بېلو پړاوونو کې واقع دي نو اقتصاد ته د ودې ور کولو، د خلکو د ژوند ښه والي ، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د چاپيريال ساتنې او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي. خو لاهم يو له بل څخه د تجربو زده کړه کولی شي.درېيم ، بايد د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د تبادلې پل جوړ شي.نړيوالو سازمانونو له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره مثبت رول لوبولی دی. مونږ هيله لرو چې نړيوال سازمانونه په تېره بيا د م م سيستمونه په راتلونکی کې خپل رول ولوبوي او په دوامداره توګه به له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د اړوندو خواوو ترمنځ د تبادلې پل جوړ کړي.

د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون اجرائيه سکريترې پاتريسيا اسپينوسا په خپله وينا کې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د مهم اهميت لوړه ارزونه وکړه او په دې برخه کې يې د چين له لارښوونی رول څخه مننه څرګنده کړه.هغې وويل (اواز..........) د پاريس تړون په چټکۍ سره نافذ شو چې له امله يې د نړۍ تاريخ نوې پاڼه پليږي.خو دا زمونږ ګډو کوښښونو ته اړتيا لري چې پکې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکاري شامله ده. تصديق شوی چې دغه ډول همکاري د نړيوالې همکارۍ يوه مهمه برخه ده او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د پاريس تړون د پلی کولو او د دواملرونکې موخې د تر سره کولو لپاره ډېر مهم اهميت لري.د دې ترڅنګ د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکاری د کاربون د خپرېدا اندازې د کمښت موخې ته د رسېدو لپاره ګټوره ده.ډېره مننه کوم چې چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د دې ډول همکارۍ د پرمخبيولو په برخه کې لارښوونکی رول لوبولی او لوبوي يې. هيله لرم چې چين په دې برخه کې د نورو هېوادونو مشري وکړي.د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون سکتريت به تر وسې پورې هم له ټولو هېوادونو څخه خپل ملاتړ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای