د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ١٥مه نېټه په جلا جلا توګه د پاکستان د بلوچستان ايالت په خزدار کې د ترهګريز بريد له امله د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسين او صدراعظم نواز شريف په عنوانونو د خواخوږۍ پيغامونه ولېږل.
رئيس شي جين پينګ وويل چې په خواشينۍ سره مو خبرو واخېست چې د بلوچستان ايالت په خزدار کې سخت ترهګريز بريد پېښ شوی چې له امله يې سخته مرګژوبله اوښتې ده. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او په خپل عنوان په دغه بريد کې په وژل شويو کسانو خواشينۍ او د دوی خپلوانو سره خواخوږي او همدردي څرګندوم. هغه زياته کړه چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او د دې بريد سخته غندنه کوي.صدراعظم لي که چيانګ وويل چې چين به په پر له پسې توګه د هېواد د ثبات د ساتلو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د پاکستان د حکومت او خلکو د کوښښونو ملاتړ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |