CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د جوړېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2016-11-16 16:28:32

نن د نوي عصر د رارسېدو نښه ده . دا خبره د پاکستان صدراعظم نواز شريف په داسې حال کې وکړه چې د ګوادر بندر په غاړه يې لسګونه لارۍ وليدلې چې د چين په ملي بيرغونو ښکلي شوې وې او د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه له چين څخه ګوادر بندر ته رسيدلي دي چې دغه ګډ سوداګريز کاروان د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په نوم ياديږي او له پنځوسو لويو باروړونکو لاريو څخه جوړيږي. په ديارلسمه نېټه وروستي کانتينر د هيليتون په نوم بيړۍ کې بار شو چې دغه بيړۍ د چين د لېرې سمندر ترانسپورتي ډلې په اړوند د کانتينر د حمل و نقل په محدود شرکت پورې اړه لري . نوموړې بيړۍ اوس د عربي اماراتو اتحاديې او نورو هېوادونو ته د تګ په لاره کې ده . د مالوماتو له مخې د لاريو کاروان په اکتوبر مياشت کې د چين د شينجيانګ له کاشغر څخه د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز سره سم جنوب ته د درېو زروکيلومترو په منزل ګوادر ته رسيدلی دی .

دا د چين او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو لاريو لومړی سفر دی چې له امله يې د يو دهليز او څو لارو په نوم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز ليږد راليږد خيال ګام په ګام رښتينی کيږي . په عين وخت کې له ګوادر بندر څخه د چيني باروړونکې بيړۍ خوځېدنه دا ښيي چې له دې بندر څخه نورو هېوادونو ته د زيات شمير چيني کانتينرونوصادرات پيل شوي او د جنوبي او منځنۍ اسيا پراخه سيمه به د ياد اقتصادي دهليز په جوړېدو سره له منځني ختيځ ، جنوب ختيځې اسيا او د هندي سمندر له ساحلي سيمو سره يوځاي شي .

د ياد دهليز د کارولو له برکته ددې دهليز په راتلونکي باندي د بېلا بېلو خواوو اعتماد پياوړی شوی دي . د پاکستان د داون نومي ورځپاڼې ويلي چې د ګوادر بندر په رسمي توګه په کار لويدو سره سم به د چين او پاکستان ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ خيال رښتينا شي . د پاکستان يو لوړپوړي چارواکي وايي چې غواړم ګوادر بندر په هندي سمندر کې يو بل دوبی وګرځي چې پخوا دواړه وړوکي کب نيونکي کلي وو.

د ياد اقتصادي دهليز په پرانيستلو ددې دهليز په غاړو وګړي ډير خوښ دي او دوي په دې موده کې د بار وړونکو موټرونو د تېرېدو تود هر کلی کړی دی ، ځکه چې ددې دهليز د پرانستنې سره سم به ددې دهليز په دواړو خواوو سيمو ته زيات کاري فرصتونه رامنځته شي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به واقعي ګټې ورسول شي . صدراعظم نواز شريف په خوښۍ سره وويل چې دغه دهليز د ټولو پاکستانيانو لپاره جوړ شوی دی.

په پاکستان کې د چين لوی سفير سون وې دونګ د نومبر په ١٣مه نېټه د شينجيانګ له کشعر څخه د پاکستان د ګوادر بندر ته د لومړي ځل لپاره د دغه ګډ سوداګريز کاروان د رسيدو د نمانځنې په فعاليت کې وويل د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادی دهليز په اړوند د يو دهليز او څو لارې نظريې ګام په ګام عملي کېږي. هغه وايي دغه کاروان هر ځای ته له رسيدو وروسته د ځايي خلکو تود هرکلی تر لاسه کړ او له دې څخه څرګندېږي چې د چين او پاکستان تر منځ اقتصادی دهليز په پاکستان کې د خلکو ملاتړ بنسټ او پراخې ګډې نظريې لري. دواړو هېوادونو په ګډه د بحثونو، جوړولو او شريکولو د اصولو او د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره د روحيې له مخې دغه فعاليت تر لاسه کړ او دغې روحيې به د دغه اقتصادی دهليز د جوړېدو ټينګ بنسټ وګرځي. سون وې دونګ زياته کړه چې اوس دغه اقتصادی دهليز ابادۍ په هراړخيزه توګه د عملي کېدو په پړاو کې ده او څرګند پرمختګونه يې تر لاسه کړي دي. اوس شپاړس پروژې د ابادۍ په حال کې دې چې ځايي خلکو ته په لس ګونو زرو کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د يو کمربند او يوې لارې په نوم وړانديز د وړاندې کولو درېو کالونو راهيسې د زياتو هېوادونو فعال غبرګونونه تر لاسه کړي چې ډېر پرمختګونه يې موندلي دي. د دغه وړانديز له مخې د يوې مهمې پروژې په توګه دغه فعاليت به د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي همکاريو ته نوې لارې او بازارونه برابر کړي او له دې څخه څرګندېږي چې دغه وړانديز د اړوندو هېوادونو د پرمختګ له اړتياوو سره سمون لري او د نړيوالې همکارۍ او پرمختګ په چارو کې د چين له نظريو، توان او باور ترې ښکارېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای