د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يو وياند د نومبر په ۱۶مه نېټه وويل، د همدې ورځې په سهار د افغانستان په پلازمينه کابل کې يو ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې د بريدګر په شمول څلور تنه مړه او يوولس تنه نور ټپيان شول.
د يوه چارواکي له قوله چې د دغه بريد موخه د افغانستان د ملي امنيت ادارې يو بس و چې پکې د دغه د ادارې کارکوونکي سپاره وو. تر اوسه هيچا او يا کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |