CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-17 21:11:04
په کندهار کې د بست زون په نوښت پيل شوې د زون په کچه د اينټر کلب سيالۍ نن د کندهار الفرهاد لوبډلې په بريا پای ته ورسيدې.

د بست زون د اینټرکلب سیالیو په فاينل لوبه کې کندهار الفرهاد لوبډلې و هلمند ناصري لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپير ماته ورکړه.

د دغې لوبې پچه د کندهار الفرهاد لوبډلې وګټله او خپله يې د توپوهنې پريکړه وکړه، چې په ټاکلو شلو اوورونو کې يې ۱۷۷منډې هدف وټاکه.

له ډلې څخه يې زياتې ۵۵ناسوځيدلې منډې خوشحال رسولي او محمد ناصر ۳۵ جوړې کړې، خو د هلمند ناصري لوبډلې د کندهار الفرهاد لوبډلې له خوا ورکول شوی هدف پوره نه کړ او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او د ۴۱ منډو په تو پير يې لوبه وبايلله.

د الفرهاد لوبډلې څخه علي احمد د مقابلې لوبډلې ۴، محمد ناصر دوه، وقار، فريد احمداو سميع الله يو يو لوبغاړی وسوځاوو، په دې سره د کندهار الفرهاد لوبډله، د بست زون د اينټر کلب سياليو اتلولي خپله کړه.

د لوبې په پای کې د بست زون د امريت له خوا پر ټولو لوبغاړو باندې ډالۍ او ستاينليکونه وويشل شول.

حمید حسن لندن کې له عملیات وروسته کابل ته ستون شو عم کولی شي دوه درې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ستوری او تېز توپ اچوونکي حمید حسن په لندن کې د پښې له عملیات وروسته یکشبنه د نومبر ۱۳مه کابل ته ستون شو.

حمید حسن بي بي سي سره په خبرو کې وویل، عملیات یې بریالی و او ډاکټرانو ورته ویلي چې کولی شي دوه درې میاشتې وروسته سیالیو ته ستون شي.

خو نوموړی وايي هوډ لرم د تمرین لپاره هند ته لاړ شم او ډاډه یم چې له یوه میاشتني تمرین وروسته به په ملي لوبډله کې د لوبېدو لپاره چمتو یم.

ډاکترانو نوموړي ته یو پروګرام ورکړی چې د هغې پر اساس به خپل تمرین ترسره کوي.

حمید حسن له څه مودې راهسې د پېښې درد دلورد چې له امله یې له يو شمېر لوبو پاتې شوی و.

د دې تر څنګ بي بي سي‌ پښتو تلویزیون سره په خبرو کې د افغانستان کرېکټ‌ بورډ اجراییوي رییس شفيق الله ستانکزي د حمید حسن د روغتیا په اړه ډاډ ورکړ او وویل چې ډېر ژر به ملي لوبډلې ته را ستون شي.

.

حميد حسن د افغانستان يو تر ټولو تېز توپ اچوونکی دی، چې د انګلستان په کلبونو کې يې هم لوبې کړې او ستايل شوی دی.

نوموړي په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې او ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.

په هند کې د افغان نولس کلنو تمریناتي کمپ چې یوه میاشت به دوام وکړي

په دغه کمپ کې افغان نولس کلنو لوبډلې ته په بېلا بېلو برخو کې تمرینات ورکول کیږي.

د دغه کمپ په ترڅ کې افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله د ممبۍ له یو شمیر مشهور لوبډلو سره تمریناتي لوبې لري چې تیره اوونۍ یې د ممبۍ له مشهورې پارسي جیمخانه لوبډلې څخه لومړۍ تمریناتي سیالي وګټله.

د افغان نولس کلنو لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ په وینا، سبا به افغان نولس کلن دویمه تمریناتي لوبه له جمیخانه لوبډلې سره ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد تمریناتي کمپ په ترڅ کې به افغان نولس کلن ۴ نورې تمریناتي پنځوس اووریزې لوبې د ممبۍ له مشهورو بېلا بېلو لوبډلو سره وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغان نولس کلنو لوبډله به له دغه تمریناتي کمپ وروسته سریلانکا ته سفر وکړي، ترڅو هلته د ای سي سي له خوا د نولس کلنو په اسیا کپ جام سیالیو کې برخه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای