CRI Online

د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين او لاتيني امريکا ترمنځ تجارتي اندازه ١٦١ مليارډه او ٥٠٠ مليونه ډالره وه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-18 15:24:20


د نومبر په ١٦مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ څخه اکوادور،پيرو او چيلي ته په رسمي سفر پيل وکړ او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې د اېپيک د مشرانو په ٢٤مه غېر رسمي غونډه کې به ګډون وکړي. د نومبر په ١٧مه نېټه، د چين د سوداګرۍ وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې د دې وزارت وياند سون جي ون وويل، چې د سږ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين او لاتيني امريکا ترمنځ د دوه اړخيزو اقتصادي او تجارتي معاملو اندازه يو سلو يو شپيته مليارډه پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره وه چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس اعشاريه پنځه سلنه کمه شوې. په همدې موده کې په لاتيني امريکا کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه يوويشت مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره وه چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اويا سلنه زياته شوې.

د تېرو څو کلونو راهيسې د چين او د لاتيني امريکا د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ سويه په هر اړخيزه توګه لوړه شوې او د سالم پرمختګ تمايل يې ساتل شوی دی. دواړو خواوو د تجارتي پانګونې او پروژو په همکاريو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، په ٢٠١٥ کال کې د چين او لاتيني امريکا ترمنځ د تجارتي معاملو ارزښت دوه سوه شپږ دېرش مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره وه چې د چين د سوداګرۍ په عمومي اندازه کې يې شپږ سلنه نيولې وه. دا شمېر د سږ کال په لومړيو دريو څلورو کې يو سلو يو شپيته مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره وه چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس اعشاريه پنځه سلنه کمه شوې. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند سون جي ون وويل، له همدغو دريو برخو څخه ښکاري چې سوداګري د چين او لاتيني امريکا ترمنځ په همکاريو کې مهم مقام نيسي.

(( لومړی، د لاتيني امريکا هېوادونو په بهرنۍ سوداګرۍ کې له چين سره د معاملو انډول د زياتېدو په حال کې دی. دوهم، د دواړو خواوو ترمنځ په معاملو کې د تجارتي توکيو ډولونه او شکل د بشپړېدو په حال کې دی. لاتيني امريکا د چيني تصديو له خوا د مداري ترانسپورټ او مخابراتي پروژو او سامانونو د صادرولو مهم بازار ګرځېدلی دی. د دې تر څنګ، له لاتيني امريکا څخه د چين د وارداتي توکيو ډولونه زياتيږي، د چيلي د غوايي غوښه، د اکوادور، برازيل او کيوبا مېوې، کيلې او سمندري توکي د چين په بازارونو کې د هر کلي وړ دي. درېيم، د اوسپنيزو تيږو، اومو نفتو او لوبيا په شمول له لاتيني امريکا څخه د وارداتي لويو موادو شمېر د زياتېدو په حال کې دی. دغه راز خپلمنځي معاملې يو د بل نيمګړتياوې پوره کولی شي او د دواړو خواوو لپاره ګټورې دي. د لاتيني امريکا په پروژو کې د چيني تصديو د پانګونې اندازه د لوړېدو په حال کې ده، سترې پروژې زياتې شوې دي، لاتيني امريکا د چين د بهرنې پانګونې يوه مهمه موخه ده. ))

د شمېرنې له مخې، د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې، په لاتيني امريکا کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه يو سلو شپږ ويشت مليارډه او درې سوه مليونه امريکايي ډالره وه، د سږ کال په په لومړيو نهو مياشتو کې دا شمېر يوويشت مليارډه او پنځه سوه مليونه امريکايي ډالره وه چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله اويا سلنه زياته شوې. ښاغلي سون جين ون وويل، چې په پانګونه کې د پام وړ ټکی د بنسټيز تاسيساتو په ابادۍ کې همکاري د پرمختګ نوی قوت دی. هغه باور لري چې د لاتيني امريکا دريو هېوادونو ته د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکارۍ سويه لوړه کړي.

(( باور لرو چې د برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د چين او لاتيني امريکا ترمنځ سوداګريزې همکارۍ د دواړو هېوادونو تصديو او خلکو ته ګټې رسولي او د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون لري، دا د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو ښه نمونه ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای