CRI Online

شي جين پينګ د اېپيک د صنايعو او سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-11-21 17:43:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ٢٠١٦ کال د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې اېپيک د صنايعو او سوداګرۍ سرمشريزه غونډه د نومبر په ١٩مه نېټه د پيرو په پلازمينه ليما کې جوړه شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون وکړ او د همکاريزو اړيکو د ژورتيا او د پرمختګ د حياتي ځواک د پياوړتيا تر عنوان لاندې يې يوه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ، د اسيا او ارام سمندر سيمه بايد د نړيوال اقتصاد د بيا احيا لپاره حياتي ځواک برابر کړي او دې ته يې اشاره وکړه، بايد د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګريزې سيمې جوړول وهڅول شي چې د اسيا او ارام سمندر د پرانيستونکي اقتصاد لپاره د نظام ضمانت برابر شي.

شي جين پينګ د نړيوال اقتصاد بيااحيا ته د حياتي ځواک د برابرولو په هکله څلور وړانديزونه وکړل چې لومړی، د اقتصاد د يووالي بهير وهڅول شي او خلاص اقتصاد دې جوړ شي. دوهم، د يو بل تر منځ تګ راتګ دې پياوړی شي او په ګډه دې پرمختګ وهڅول شي. درېيم، د اصلاحاتو او نوښتي چارو پرمخبيولو او د پرمختګ دننه ځواک دې پياوړی شي. څلورم، ګډ پرمختګ دې وهڅول شي او د اېپيک د غړو هېوادونو تر منځ همکاريزې اړيکې دې ټينګې شي. د نړيوالو مسئلو د څېړنې په اړه د چين د انسټېټيوټ مرستيال مشر ژوان ځونګ ځه خبريال ته وويل، رئيس شي جين پينګ د اقتصاد د متحدکز کېدو او په خلاص اقتصاد ټينګار کوي، دا ستر اهميت لري. هغه وويل

((اوس نړيوال اقتصاد د راکښته کېدو له ستر فشار سره مخ دی، او په اروپا او امريکا کې د نړيوال کېدو ضد تمايل رامنځته شوی، نو د اقتصادي يووالي او د خلاص اقتصاد په شمول نظريې چې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې، ستر اهميت لري. دوهم، رئيس شين جين پينګ د هېوادونو تر منځ د تګ راتګ نظريې وړاندې کړې. دا د ٢٠١٤ کال د اېپيک د بېجينګ په سرمشريزه غونډه کې د غړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ د نقشې لپاره دوامدارې نظريې دي. د رئيس شي جين پينګ څلور وړانديزونه ستر اهميت لري چې د نړيوال اقتصاد د اوسني حالت د ښه والي لپاره ځلانده ټکی او باور يې برابر کړی دی. ))

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې يو ځل بيا د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګريزې سيمې پر جوړولو ټينګار وکړ. ښاغلي ژوان ځونګ ځه وويل، په راتلونکی کې به تر ډېرې اندازې پورې د اقتصاد د نړيوال کېدو پيمانه د اسيا او ارام سمندر سيمې لخوا پرېکړه وشي، د اسيا او ارام سمندر پرمختګ تر ډېرې اندازې پورې به د چين لخوا پرېکړه وشي. ده وويل

((لومړی، د اسيا او ارام سمندر سيمه ډېره مهمه ده. په تېره بيا د نړيوال کېدو ضد تمايل د رامنځته کېدو په حال کې، دغه سيمه د نړيوال اقتصاد او د اقتصاد د نړيوال کېدو د حالاتو لپاره لارښوونکي رول لري. نو چين پر دې ټينګار کوي چې بايد د اسيا او ارام سمندر سيمې د يووالي له لارې د نړيوال اقتصاد بيااحيا وهڅوي، مثلا د نړيوال اقتصاد نظام جوړول او داسې نور. دوهم، د اسيا او ارام سمندر سيمې پرمختګ به تر ډېرې اندازې پورې د چين لخوا پرېکړه وشي. د چين پرمختګ د دې سيمې او حتی د ګردې نړۍ اقتصادي پرمختګ لپاره د باور او فرصت د برابرولو يوه مهمه برخه ده.))

رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې زياته کړه چې، پروا نشته چې د چين پرمختګ کوم پړاو ته ورسېږي، چين به د تل لپاره د اسيا او ارام سمندر سيمې ته خدمتونه ترسره کړي او د دې سيمې ابادۍ لپاره به کوښښ وکړي. چين به د خپل پرمختګ په عين وخت کې د دې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره فعال کوښښ وکړي چې د دې سيمې وګړيو لپاره لا زيات فرصتونه برابر شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای