د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د پلازمينې کابل د پوليسو ادارې د نومبر په ٢١مه نېټه وويل، په همدې ورځ د کابل په لويديځ کې يوه مدرسمه کې ځانمرګی بريد شوی چې له امله يې لږ تر لږه ٢٧ تنه وژل شوي او ٣٥ تنه نور ټپيان دي.
د پېښې د عيني شاهد په قول د همدې ورځ په ١٢ بجو او ٢٠ دقيقو، يو بريدګر په باقرالعلوم مدرسمې کې په ځان پورې تړلي بمونه وچاودل. د پېښې په وخت کې شاو خوا ٣٠٠ شيعه مسلمانانو په مذهبي فعاليت کې ګډون درلود. د چاودنې له امله زيات کسان ټپيان شوي او جومات ډېر زيانمن شوی دی.
افغان امنيتي پوځ د چاودنې ځای کلابند کړی، ټپيان نژدې روغتون ته ليږدول شوي دي.
تر اوسه هيڅ ډلې او يا وګړي د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |