CRI Online

بان کيمون د افغانستان پر يو جومات بريد وغانده

cri     (GMT+08:00) 2016-11-22 09:01:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي بان کيمون د نومبر په ٢١مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان په پلازمينه کابل کې پر يو جومات بريد وغانده او غوښتنه يې وکړه چې بريدګرو ته دې قانوني سزا ورکړل شي.

دغه اعلاميه وايي، په همدې ورځ بريد د عامو وګړيو په موخه و. بان کيمون د وژل شويو کسانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې ټپيان ژر بياجوړه شي. هغه د افغانستان له وګړيو او حکومت څخه ملاتړ کوي چې بريدګرو ته له قانون سره سمه سزا ورکړي.

د کابل پوليسو د نومبر په ٢١مه نېټه وويل، د کابل په لوېديځ کې پر يو جومات په همدې ورځ  ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ٢٧ تنه مړه او ٣٥ تنه نور ټپيان شول.

په دې وروستيو کې د افغانستان وضعيت د خرابېدو په حال کې دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای