CRI Online

کابل کې پر يو جومات د داعش ځانمرګي بريد ٢٧ تنه وژلي

cri     (GMT+08:00) 2016-11-22 16:06:52

د کابل پوليسو د نومبر په ٢١مه نېټه خبر ورکړ، چې په همدې ورځ د کابل په لويديځه برخه کې د شيعه ګانو پر يو جومات ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې ٢٧ کسان وژل او ٦٤ نور ټپيان شوي دي. داعش د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

دغه بريد د همدې ورځې د غرمې په دوولسو او نيمو بجو رامنځته شو. بريدګر په جومات کې پر خپلځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچوول چې پر دې مهال کابو ٣٠٠ کسانو پدې جومات کې د عاشورا د څلويښتۍ په مراسمو کې ګډون کړی و.

د دغه ځانمرګي بريد له امله ياد دوه پوړيز جومات کې يوه لويه کنده پاتې شوې. د عيني شاهد سيد علي سادات پدې اړه وويل:

((ډېر کسان وژل او ټپيان شوي، تاسو روغتون ته لاړ شئ تر شلو زيات ټپيان دي.د جومات هر کونج کې وينې ليدل کيږي.))

محمد يونس چې له ټپيانو څخه دی او اوس بستر دی، وويل:

(( موږ د مذهبي فعاليت لپاره جومات ته تللي وو، خو له فعاليت وروسته مو چې کله دعا کوله ځانمرګي بريد په ناڅاپي توګه رامنځته شو او بيا بې هوښه شوی وم.))

د کابل د پوليسو ادارې او د افغانستان د روغتيا وزارت لخوا خپورشوی رپوټ ښيي، په دې بريد کې ٢٧ کسان وژل شوي او ٦٤ نور ټپيان شوي دي، مړه شوي کسان او ټپيان ټول ولسي وګړي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د م م لخوا خپره شوې شمېره ښيي چې پدې بريد کې لږترلږه ٣٢ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

له پېښې وروسته داعش ډلې د بريد مسئوليت منلی دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کلکه دغه بې رحمه بريد وغانده . د افغانستان اجرايه رئيس عبدالله عبدالله وويل،چې دغه ډول بريدونه چې په سپيڅلو ځایونو کې د ماشومانو په ګډون بې ګناه عام وګړي په نښه کوي، جنګي جنايت او د اسلام ضد کړه وړه دي.

د م م سرمنشي بانکي مون په ٢١ مه نېټه د خپل وياند په وسيله د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد وغانده او غوښتنه يې وکړه چې بريدګر بايد ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د معلوماتو له مخې، له هرې جمعې او مهمو اخترونو پرته د کابل په جوماتونو کې امنيت ساتونکي نه ځای پر ځاي کيږي. د ٢١ مې نېټې له بريد وروسته له حکومت څخه د خلکو شکايتونه راپورته شوي دي. د کابل ښار اوسيدونکي محمد عوض وايي:

((دلته حکومت نه شته. موږ بايد د دغې دورې حکومت ته ورکړل شوې رايې بېرته واخلو. خلک عذدارۍ ته نه پريږدي.))

پدې وروستيو څو مياشتو کې افغانستان کې کله کله پر شيعه ګانو بريدونه شوي . د تېر جولای په ٢٣ مه نېټه داعش ډلې په کابل کې د هزاره قوم پر لاريون کوونکو ځانمرګي بريد کړی و چې له امله يې لږترلږه ٨٠ کسان وژل شوي او ٢٣١ نور ټپيان شوي وو. دغه بريد په دې هېواد کې د داعش لخوا ترسره شوی لومړی سخت ترهګريز بريد دی . د تېر اکتوبر په يوولسمه نېټه دکابل په يو مذهبي ځای کې سلګونه کسان د عاشورا د يادونې فعاليت په ترڅ کې د اورپکو له بريد سره مخامخ شوي وو چې پکې يې ١٤ کسان وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي وو.

د څېړونکو په اند، پر شيعه ګانو د داعش له څو څو ځلو بريدونو څخه دوه سيګنالونه ښکاره دي، لومړی داعش پخوا يوازې د هېواد په ختيخ ننګرهار ولايت کې فعال وو، خو اوس يې بېلابېلو مرکزي ښارونو ته خپل نفوذ پراخ کړی دی. دوهم، سني مذهبه داعش غواړي چې پر شيعه ګانو د بريدونو له لارې په افغانستان کې د دوو مذهبونو ترمنځ تاوتريخوالی راپورته کړي.

په ا فغانستان کې د ناټو وياند وايي، په افغانستان کې داعش په عمده توګه په ختيځ ننګرهار ولايت او پاکستان ته نږدې سرحدي سيمه کې فعال دی او په دغو سيمو کې يې کابو ١٠٠٠ جنګيالي ځای پر ځای کړي . خو د ننګرهار په جنوب کې د ناټو په يو تازه پوځي عمل کې د داعش له ١٥٪ څخه تر ٢٠٪ پورې جنګيالي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لوی قوماندان نيکرسن وويل،چې امريکا او افغانستان په ګډې همکارۍ سره د داعش د نفوذ سيمه ډېره کوچنۍ کړې، دوی ته يې سخته مرګ ژوبله اړولې او د دوی مشر يې هم وژلی دی. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سيمه لاهم ډېره خطرناکه ده، دا چې هلته ترهګر په ازاده توګه تګ راتګ کولای شي، نو پدې سيمه کې دې پوستې زياتې شي، دغه راز د افغانستان او پاکستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ همکارۍ دې پياوړې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای